خارجه وزير اسحاق ډار د بنګله دېش خپل هم منصب خليل الرحمٰن سره جده كښې ملاقات

جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش خپل هم منصب خليل الرحمٰن سره د اسلامي مرستې تنظيم د ايګزيكټو كميټۍ د غير معمولي وزارتي غونډې په موقع جده كښې ملاقات وكړو ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر تر مخه نائب وزيراعظم و خارجه وزير خپل هم منصب ته بنګله دېش كښې د اقتدار په تاريخي او امناكه …

جده 27 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار د بنګله دېش خپل هم منصب خليل الرحمٰن سره د اسلامي مرستې تنظيم د ايګزيكټو كميټۍ د غير معمولي وزارتي غونډې په موقع جده كښې ملاقات وكړو ۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر تر مخه نائب وزيراعظم و خارجه وزير خپل هم منصب ته بنګله دېش كښې د اقتدار په تاريخي او امناكه منتقلۍ او په عهده سنبھالولو مباركي وړكړه ۔ دواړو لارښودو تجارت، كلتور ، ټيكنالوجي او د اولسي روابط پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په ودې وركولو تفصيلي او نتيجه لرونكې خبرې وكړې ۔ دوي د اړيكو لا مستحكمولو د عزم پخلے وكړو او منطقه كښې امن، استحكام او شرېكې خوشحالۍ زياتولو لپاره يې د نزدې مرستې ودې ته اتفاق وكړو ۔

مزید خبریں