اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د پيپلز پارټي نائب صدرې سېنېټر شیری رحمان وئيلي دي د افغانستان لخوا د شوو جواز نه لرونكو بريدونو پاك پوځ په وخت او مؤثر ځواب وركړے دے، د خپلې خاورې د هر يو انچ د دفاع ٬ تحفظ او سلامتيا مكمل صلاحيت لري۔ په سوشل ميډيا اېكس خپل پېغام كښې دې ووئيل تېره شپه د پاک فضائیه ځوابي كارروايۍ كښې د طالبانو ګن شمېر …
د افغانستان لخوا د شوو بريدونو پاك پوځ په وخت او مؤثر ځواب وركړے۔ سينيټر شیری رحمان
اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) د پيپلز پارټي نائب صدرې سېنېټر شیری رحمان وئيلي دي د افغانستان لخوا د شوو جواز نه لرونكو بريدونو پاك پوځ په وخت او مؤثر ځواب وركړے دے، د خپلې خاورې د هر يو انچ د دفاع ٬ تحفظ او سلامتيا مكمل صلاحيت لري۔ په سوشل ميډيا اېكس خپل پېغام كښې دې ووئيل تېره شپه د پاک فضائیه ځوابي كارروايۍ كښې د طالبانو ګن شمېر ځايونه ، برېګېډ هېډکوارټرز او د وسلې ډپو تباه شو۔ ده ووئيل پاکستانو ځواكونو د روايتي او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو بشپړو صلاحيتونو څرګندونه كړې ده۔ شیری رحمان زياته كړه چې د افغانستان د هند پراكسي په توګه كارېدل د منطې امن لپاره خطرناك ثابتېدے شي۔دې ووئيل د امريكا پرېښودلې وسله يوه عارضي آسرا ده او د بهرنۍ سرپرستۍ حدونه هم ښكاره دي۔ د كابل موجوده تګلاره د لنډ مهاله ګټې او د ناوړه اندازو نتيجه ګرځولې شي او نړيواله ورورولي افغانستان ته د ممكنه ترهه ګرې خطرې په تناظر كښې ګوري۔ دې ووئيل قام د خپلو محافظينو مړانې او فرض ترسره كولو ته سلام كوي












