د پاكستان امنيتي ځواكونو په پاك افغان پوله د افغان طالبان رجيم د جواز نه لرونكو ډزو كره ځواب

اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د پاكستان امنيتي ځواكونو په پاك افغان پوله د افغان طالبان رجيم د جواز نه لرونكو ډزو كره ځواب وركړو۔ افغان طالبان د كواډ كاپټر د لارې د پاكستان د امنيتي ځواكونو په پوستو د بريد كولو ناكامه هڅه وكړه۔ د پاكستان امنيتي ځواكونو په وخت كارروايۍ سره ټولې كواډ كاپټرې رانسكورې كړې ۔ د افغان رجيم د ګڼ شمېر اهلكارو د وژلے كېدو اطلاع ترلاسه …

اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د پاكستان امنيتي ځواكونو په پاك افغان پوله د افغان طالبان رجيم د جواز نه لرونكو ډزو كره ځواب وركړو۔ افغان طالبان د كواډ كاپټر د لارې د پاكستان د امنيتي ځواكونو په پوستو د بريد كولو ناكامه هڅه وكړه۔ د پاكستان امنيتي ځواكونو په وخت كارروايۍ سره ټولې كواډ كاپټرې رانسكورې كړې ۔ د افغان رجيم د ګڼ شمېر اهلكارو د وژلے كېدو اطلاع ترلاسه شوې ۔ د امنيتي ذريعو له مخې افغان طالبان په پاك افغان پوله د جواز نه لرونكو ډزو په ځواب كښې د پاكستان د امنيتي ځواكونو لخوا د وړې او درنې وسلې د لارې ګوله باري روانه ده۔ د پاكستان امنيتي ځواكونو لخوا د ډرونز د لارې د افغان رجيم پوستې په نخښه كېږي۔ د امنيتي ځواكونو وېنا ده چې د افغان طالبانو په مېډيا او سوشل ميډيا بې بنسټه ادعاګانې او فېك نيوزې چلېږي