اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) سېنېنټ د جمعې په ورځ په متفقه توګه قرارداد منظور كړو په كوم كښې چې د افغانستان له خاورې څخه د جواز نه لرونكې جارحيت او د پوله دې غاړه د كارروائيو سخته غندنه وكړې شوه او دا د نړيوال قوانين او مسلمه سفارتي اصولو خلاف ورزي وګرځولې شوه۔ قرارداد سېنېټر شیری رحمان وړاندې كړو كوم چې ايوان په يو خله منظور كړو۔ په قرارداد …
سينيټ د افغانستان د خاورې نه د جواز نه لرونكيې جارحيت او د پوله دې غاړه د كارروائيو غندنې له قرارداد منظور كړو
اسلام آباد۔27 فروری(اے پی پی) سېنېنټ د جمعې په ورځ په متفقه توګه قرارداد منظور كړو په كوم كښې چې د افغانستان له خاورې څخه د جواز نه لرونكې جارحيت او د پوله دې غاړه د كارروائيو سخته غندنه وكړې شوه او دا د نړيوال قوانين او مسلمه سفارتي اصولو خلاف ورزي وګرځولې شوه۔ قرارداد سېنېټر شیری رحمان وړاندې كړو كوم چې ايوان په يو خله منظور كړو۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې د پاکستان خپلواكي ، سيمه ايزه سلامتيا يا ملي سالميت چېلنج كوونكې كومه هم هڅه به په قامي وقار نېغ په نېغه بريد ګڼړلے شي او د دې به پرېكنده ځواب وركولې شي۔ ایوان د هېواد د پولو دفاع له د مستعد پاتې كېدونكې پاك پوځ او امنيتي ادارو ته د هغوي په مړانه ٬ پېشه ور صلاحيت او قربانيو پیرزوئنې وړاندې كړې۔ سېنېټ په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې پاكستان د تېرو 40 كلونو په مهال د لكھونو په شمېر افغانانو مېلمستيا كولو ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د هغوي مرسته كولو ٬ د امن به هڅو كښې سهولت كاري كولو او په نړيوالو فورمز د افغانستان د ثبات وكالت كولو له امله زيات معاشي ٬سماجي او امنيتي بار پورته كړو ۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي دا اقدامات زياتره د پاكستان د خپل قامي پرمختګ او داخلي سلامتيا په زيان پورته كړے شول۔ ايوان د دوه اړخيزه خېر سګالۍ په نشتوالي د مايوسۍ څرګندونې كولو سره د غېر مسؤولانه بيانونو ٬ د پولې خلاف ورزو او په افغان خاوره د پاكستان مخالف ترھګرو عناصرو د پرله پسې شتون حواله وركړه او دا يۍ دوه اړخيزه مفاهمت ته زيان رسونكے او اندېښمن رجحان وګرځولو۔ سېنېټ افغان طالب حكومت څخه غوښتنه وكړه چې هغه په سمدستي توګه ټول سازشونه بند كړي٬ د افغان خاورې د پاكستان په ضد ترھګرۍ يا جارحيت له د كارولو چا له اجازه ورنه كړي او په سوله ايز ډول د ګډ ژوند كولو سره د اړوندو نړيوالو قوانين او لوظونو خيال اوساتي۔ په قرارداد كښې رغنده تړون ٬ سيمه ايز امن او په ګډ احترام اډانه اړيكو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړے شو۔ بياهم خبردارے وركړے شو چې د پاكستان صبر دې كمزوري ونه ګڼلې شي۔ ایوان نړيوالې ورورولۍ څخه هم غوښتنه وكړه چې هغه د دې پېشرفت جدي نوټس واخلي او په افغان چارواكو يې زور راوړو چې هغه د نړيوالو اصولو احترام وكړي او منطقه لا بې ثباتۍ څخه اوساتي۔ په قرارداد كښې وئيلې شوو چې سېنېټ سیاسی اختلافات څخه پرته د پاكستان د خپلواكۍ په دفاع يو موټے دے او د رياست لخوا د سېمه ايز سالميت او قامي وقار تحفظ لپاره د روانو ټولو اقداماتو ملاتړ كوي۔ دا قرارداد په پاكستان – افغانستان پوله د اوسنيو اوونيو په مهال د زياتې شوې كړكېچنې وضعې او امنيتي اندېښنو په تناظر كښی منظور كړے شو












