اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاك پوځ د افغان طالبان د جواز نه لرونكي يرغل تند او مؤثر ځواب وركړې دے٬ د پاك پوځ وظيفائي صلاحيتونو او بهرين مهارت د مورني هېواد دفاع باوري كړې، افغان طالبان په شاته تللو مجبور كړې شوي غېر يقيني صورتحال سره مخ كړې شوي دي٬ د پاکستان ځواب دومره قوي دے …
پاك پوځ د افغان طالبان د جواز نه لرونكي يرغل تند او مؤثر ځواب وركړے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاك پوځ د افغان طالبان د جواز نه لرونكي يرغل تند او مؤثر ځواب وركړې دے٬ د پاك پوځ وظيفائي صلاحيتونو او بهرين مهارت د مورني هېواد دفاع باوري كړې، افغان طالبان په شاته تللو مجبور كړې شوي غېر يقيني صورتحال سره مخ كړې شوي دي٬ د پاکستان ځواب دومره قوي دے چې افغان طالبان اوس په سوشل ميډيا په فېك نيوز تكيه كوي ٬ يو نړيوال نيوز چېنل هم د افغان طالبان د فېك نيوز خپرولو ارتكاب وكړو او بيا يۍ خپل ټويټ ډيليټ كړو۔ پي ټي وي سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په ځوابي كاروائۍ كښې 72 طالبان مړه ٬ 120 نه زيات ژوبل شوي دي۔ 16 پوستې تباه كړې شوې او 7 نيولې شوي دي۔ په دې كاروائيو كښې د افغان طالبان د وسلې يو ډپو او بټالين هيډ کوارټر هم تباه كړے شوے دے٬ تر اوسه د افغان طالبانو د 36 نه زيات ټېنكونه٬ آرټلري ګنز او آرمډ پرسنز کيريئرز (اے پي سيز) تباه كړېشوې دي۔ وفاقي وزير وويل چې د پاکستان ايئر فورس په افغانستان كښې په قندھار، کابل او پکتيا كښې د افغان طالبانو دفاعي تنصيبات په نښه كړي دي۔ د پاك فضائيه په كاروائيو كښې د افغان طالبان رجيم په قندھار كښې دوه برېګېډ هيډ کوارټر او په کابل كښې يو بريګيډ هيډ کوارټر تباه كړے شوے دے۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل پاک پوځ يو ځل بيا ثابت كړې ده چې د هېواد په ضد د هر ډول يرغل يا ناوړه عزائم به خاورې كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان قام خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ زمونږ ځواكونو د قام سر په وياړ هسك كړے دے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د پاك پوځ په وخت او د زړور غبرګون ستائنه كړې ده۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د پاکستان موقف ښكاره دے چې افغان خاوره په پاکستان كښې بريدونو لپاره كارول كېدل د نه قبلولو وړ كار دے۔ په افغان خاوره تربيه ترلاسه كوٶنكي ترهګر په پاكستان كښې د ترهګرۍ كارروائۍ كوي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان نن يو ځل بيا په ډاګه كړې ده چې د داسې كاروائيو يا د بې دليله جارحيت ردعمل به هم دا ډول وي۔












