اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د افغان طالبان رجيم لخوا په په پاك افغان پوله د جواز نه لرونكو ډزو بشپړ ځواب وركولے او بيا به هم وركولے شي۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د افغان طالبان رجیم او هندي سوشل ميډيا اكاؤنټس لخوا د دروغو پروپېګنډا كولې شي كومه چې هېڅ حقيقت نه لري٬ په خوش فهمو …
د افغان طالبان رجيم په پاك افغان پوله د جواز نه لرونكو ډزو بشپړ ځواب وركولے شي ٬ پاكستان ته په بد نظر د كتونكي هر دښمن ناپاكه عزائم به ناكامه كوو: عطاﺀ تارړ
اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د افغان طالبان رجيم لخوا په په پاك افغان پوله د جواز نه لرونكو ډزو بشپړ ځواب وركولے او بيا به هم وركولے شي۔ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې د افغان طالبان رجیم او هندي سوشل ميډيا اكاؤنټس لخوا د دروغو پروپېګنډا كولې شي كومه چې هېڅ حقيقت نه لري٬ په خوش فهمو اډانه داسې ډنډورنې خپله رسوائي پټولو له كولې شي۔ ده ووئيل په عملي مېدان كښې ماتې خوړولو څخه وروستو افغان طالبان رجیم اوس په دروغو او پروپېګنډا تكيه كوي۔ افغان طالبان رجیم به له درغو شاته پټېدو ته پرېښودلې نه شي۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل د پاكستان پېشه ور ځواكونه بريد كوونكي په خپلو عزائمو كښې ناكامه كوي۔ تر دې دمه د پاك پوځ په كارروائيو كښې د افغان طالبان رجيم ګڼ شمېر اهلكار مړه او ټپيان شوي دي۔ د پاك پوځ دوه ځوانان شهيدان او درې ژوبل شوي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د افغان طالبان رجیم فتنه الخوارج په دفاع كښې د پاكستان په پوليزې سيمو كښې ډزو د افغان طالبان رجيم د ترهګرو سرپرستي ټولې نړۍ ته يووارې بيا په ډاګه كړې ده۔ ده ووئيل افغانستان ته په تېر وخت كښې له ماتې خوړولو سبق زده كول پكار دي۔ ده ووئيل پاكستان ته په خيرنه سترګه د كتونكي هر دښمن ناپاكه عزائم به ناكامه كولې شي












