اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د مورني هېواد د دفاع به كومه سودا كولې نه شي ٬ د هر يرغل به سم ځواب كولے شي٬ د پاکستان اولس او پاك پوځ د هېواد سلامتيا٬ خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره هر وخت چمتو دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل …
د مورني هېواد په دفاع كومه سمجھوته نه كېږي٬ د هر يرغل به رسا ځواب وركولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د مورني هېواد د دفاع به كومه سودا كولې نه شي ٬ د هر يرغل به سم ځواب كولے شي٬ د پاکستان اولس او پاك پوځ د هېواد سلامتيا٬ خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت تحفظ لپاره هر وخت چمتو دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل پاك پوځ دا عزم لري چې په هېڅ صورت كښې به د هېواد امن او تحفظ زيانمن كېدو له ورنه كړي، پاك پوځ د هر ډول جارحانه عزائمو ناكامه كولو بشپړ صلاحيت لري۔ وزيراعظم ووئيل چې د پوځ سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ ملي جذبې سره خپله وظيفه ترسره كوي۔ د پاك پوځ وظيفائي صلاحيتونه٬ اعلی تربيه او موثره دفاعي لائحه لري او د هر ډول كورني يا بهرني چېلنج مخه نيولو بشپړه صلاحيت لري٬ پاك پوځ تل امن ته وده وركړې خو د هېواد سالميت به زيانمن كېدو له نه وركوي او پاك پوځ به د هر ډول يرغل په مړانه مقابله كوي٬ ټول قام پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے












