اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ښكاره وئيلي چې څوك دې په دې غلط فهمۍ كښې نه اوسي چې پاكستان به په فشار يا دړكو مرعوب كړے شي٬ زمونږ د وسله والو ځواكونو ځوابي صلاحيت ګڼ اړخيزه ٬ فوري او پرېكنده دے او پاك پوځ دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې د ناكامه كولو بشپړه استعداد لري۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر …
څوك دې په دې غلط فهمۍ كښې نه اوسي چې پاكستان به په فشار يا دړكو مرعوب شي٬ زمونږ د وسله والو ځواكونو ځوابي صلاحيت ګڼ اړخيزه او فوري دے۔ صدر مملکت
اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري ښكاره وئيلي چې څوك دې په دې غلط فهمۍ كښې نه اوسي چې پاكستان به په فشار يا دړكو مرعوب كړے شي٬ زمونږ د وسله والو ځواكونو ځوابي صلاحيت ګڼ اړخيزه ٬ فوري او پرېكنده دے او پاك پوځ دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې د ناكامه كولو بشپړه استعداد لري۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت وئيلي چې نن د پاكستان باوقاره قام او زمونږ مېړنې پاك پوځ د وطن سالميت او د پولو تحفظ له د بنيان مرصوص په څېر ولاړ دے٬ پاکستان به د امن، استحکام او سيمه ايز سالميت كومه سودا نه كوي۔ څوك دې په دې غلط فهمۍ كښې نه اوسي چې پاكستان به په فشار يا دړكو مرعوب شي۔ صدر مملکت ووئيل زمونږ د وسله والو ځواكونو ځوابي صلاحيت ګڼ اړخيزه ٬ فوري او پرېكنده دے او پوځ دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې د ناكامه كولو بشپړ استعداد لري، مونږ تصادم نه غواړو خو كه څوك د پاكستان امن كمزورې ګڼي نو دوي ته به سخت ځواب وركولې شي۔ صدرِ مملکت ووئيل د تېرو پنځو كالو راهسې احسان فراموش طالبان رجيم د خپل محسن پاکستان په ضد د خپل ټي ټي پي ترهګرو د لارې د پاكستان طول و عرض كښې د ترهګرۍ په كاروائيو كښې بوخت دے٬ زمونږ ټول سفارتي اقدامات او وروڼه هېوادونه دا مجرم ټولګې په لاره كولو كښې ناكامه شوې دي٬ دې مجرم او بزدل ټولګي نړيوالې پولې څخه راوړېدو سره د پاكستان سالميت چېلنج كړے دے ۔ ده ووئيل پاكستان د ذمه وار رياست په توګه سفارتي ذريعې اختيار كړې او د وروڼو هېوادونو په معاونت ئې دا مجرم ډله په لاره كولو لپاره سنجيده هڅې وكړې٬ خو كوم په زړه پورې پېشرفت ونه شو٬ ما د فرورۍ په اتمه نېټه په اسلام آباد كښې جومات كښې د ځانمرګي بريد نه وروسته طالبان رجيم ته په ښكاره او سختو ټكو خبردار كړے ٶ او پنځه ورځې وړاندې د فرورۍ په 22مه نېټه مې دې ټولګي ته په سپينو ټكو پېغام وركړې ٶ٬ پاكستان ښه پوهه دے او علم لري چې د دې تشدد منصوبه ساز٬ سهولت كار او سرپرست چرته ناست دي، كه د خونړي جنګ سلسله جاري پاتې شوه نو ذمه وارو عناصرو ته به هم لاس رسي وشي












