ژوب كښې د امنيتي ځواكونو لويې آپریشن ’ د فتنه الخوارج نور 10 ترهه ګر وژل شول

پینډي 26فروري(اے پي پي )د بلوچستان ژوب ضلع كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو خلاف موثره کارروائي كولو سره د هند په شمرۍ كښې فعاله نور 10 خوراج ووژل ۔ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي ایس پي آر) تر مخه دا کارروائي په 24 فرورۍ په استخباراتي بنياد د آپریشن په تسلسل كښې وشوې ۔ په 25 م فرورۍ سکیورټي فورسز د ژوب په بېلا بېلو سېيمو …

پینډي 26فروري(اے پي پي )د بلوچستان ژوب ضلع كښې امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو خلاف موثره کارروائي كولو سره د هند په شمرۍ كښې فعاله نور 10 خوراج ووژل ۔ د پاک پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي ایس پي آر) تر مخه دا کارروائي په 24 فرورۍ په استخباراتي بنياد د آپریشن په تسلسل كښې وشوې ۔ په 25 م فرورۍ سکیورټي فورسز د ژوب په بېلا بېلو سېيمو كښې د پټو شوو ترهه ګرو لټولو لپاره جامع ’سرچ اینډ کلیئرنس‘ آپریشن پېل كړو ۔ د آپریشن په مهال امنيتي ځواكونو په بېلو لارو د تښټېدونكو خواجو ډونډ ولګولو او د هغوي ژالې يې په موثر ډول په نخښه كړې ۔ د سختو ډزو د تبادلې نه پس د هند پراکسي ’فتنہ الخوارج‘ سره تعلق لرونكې 10 ترهه ګر وژل شول ۔ د وژلے شوو خارجیانو د قبضې نه په لويې مقدار وسله، ګوله بارود او چاودېدونكې مواد هم تر لاسه شوي دي ۔ دا ترهه ګر په سيمه كښې ورانكارۍ او د ترهه ګرۍ په ګڼو کارروائیوں كښې ككړ وو ۔ د آئي ایس پي آر وېنا ده چې په سيمه كښې د نورو ترهه ګرو خاتمې لپاره کلیئرنس آپریشن لا روان دے ۔ د نیشنل ایکشن پلان د وفاقي ایپکس کمیټۍ د منظور کړي وژن ’’عزم استحکام‘‘ لاندې سکیورټي فورسز او د قانون نافذ کوونكې ادارې د هېواد څخه په غیرملکي مشرۍ كښې د رامخې ته شوي ترهه ګرۍ لعنت د مونډه ويستلو لپاره په قوت سره هلې ځلې كوي۔