اين ايف سي به په يو متحرك٬اداره جاتي او اصلاحات اډانه فريم ورك بدلول وي كوم به چې مساوات باوري كوي او د پاكستان سباؤن به خوندي كړي۔احسن اقبال

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي موسمياتي بدلون اوس كومه ضمني يا ثانوي مسئله نه ده پاتې بلكه پاكستان لپاره يو ساختي حقيقت ګرځېدلے٬د كوم اثرات چې په معيشت٬كركيلې٬اوبو٬توان او تر بنيادي ډهانچې رسېدلي٬لهذا وخت راغلے دے چې دا د (اين ايف سي)فارموله كښې د رسمي عنصر په توګه شامل كړی شي دغسې چې د وسائلو منصفانه …

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي موسمياتي بدلون اوس كومه ضمني يا ثانوي مسئله نه ده پاتې بلكه پاكستان لپاره يو ساختي حقيقت ګرځېدلے٬د كوم اثرات چې په معيشت٬كركيلې٬اوبو٬توان او تر بنيادي ډهانچې رسېدلي٬لهذا وخت راغلے دے چې دا د (اين ايف سي)فارموله كښې د رسمي عنصر په توګه شامل كړی شي دغسې چې د وسائلو منصفانه وېش د موسمياتي خطرې او ماحولياتي كمزورۍ تے مخه وكړې شي٬په دې كښې هېڅ شك نشته چې پاكستان سختو چېلنجونو سره مخ دے خو دا ټول حل كېدونكې دي٬په نړۍ كښې ځينې هېوادونه داسې دي كومو چې په سختو معاشي بحرانونو٬د پورونو فشار٬ګرانۍ او د زرمبادلې كمي په څير مسئلو باندې قابو موندلو سره خپل ځان په مستحكم معيشتونو بدل كړے۔د پاكستان ګورننس فورم 2026 اختتامي غونډې ته په وينا كښې ده د قامي مالياتي كمېشن(اين ايف سي)ايوارډ كښې د اصلاحات په حاجت زور راوړو۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د سيوري لاندې دې تاريخي فورم كښې د وزيراعظم٬اعلٰی وزيرانو٬وفاقي او صوبائي وزيرانو٬پارليماني غړو٬نړيوالو پرمختيائي شراكتدارو او پالېسي پوهانو ګډون وكړو چرته چې په مالياتي وفاقيت يو غېر معمولي قومي مكالمه وشوه ۔وفاقي وزير ووئيل مونږ بحث پیل كړو٬صوبې مو واورېدلې او ټولې ډلې مو په يو ميز راجمع كړې۔ده فورم د وفاقيت په وده كښې يوه مهمه كاميابي وګرځوله۔ده ووئيل د وفاق صوبو ترمينځه د وسائلو تقسيم په آئيني توګه محفوظ دے او د دې په نظرثانۍ كوم غور نه كيږي۔د مالياتي چېلنجونو ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل 14 كهربه روپۍ د وفاقي ټيكس ريونيو او 5 كهربه روپۍ د نان ټيكس ريونيو كښې نزدې 8.2 كهرب روپۍ د اين ايف سي ايوارډ ترمخه صوبو له وركړې شوي دي۔ده وضاحت وكړو چې د وفاقي خرڅونو 50 فيصده د پورونو په ادائيګۍ او 25 فيصده په تنخاګانو خرڅ كيږي۔ده ووئيل موسمياتي بدلون اوس ضمني مسئله نه بلكې د پاكستان لپاره يو ساختي حقيقت دے كوم به چې اين ايف سي فارموله كښې شاملول وي