وزيراعظم شهباز شريف په ژوب كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ژوب كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د لس ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو له شاباشے وركړے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل عزم استحكام وژن ترمخه امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد لويې …

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په ژوب كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد په كاميابه كاروائۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د لس ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو له شاباشے وركړے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل عزم استحكام وژن ترمخه امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد دې جنګ كښې د پاك پوځ سره ولاړ دے۔وزيراعظم د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو له د عزم څرګندونه وكړه