د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د کوکا کولا آئس چيك پاکستان پلاوي وليدل

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د زيارت په ورځ د کوکا کولا آئس چيك پاکستان (Coca-Cola Icecek Pakistan) د اعليٰ پائې پلاوي ليدلي دي۔پلاوي كښې سرکان سلجوق (چيف فنانشل آفيسر)، سيد عمر (ډائريکټر کارپوريټ افيئرز و پائيداري) او عمر ايوب خان (ګورنمنټ ريليشنز ليډ) شامل وو۔پلاوي وزير اعظم شهباز شريف او وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په مشرۍ …

اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د زيارت په ورځ د کوکا کولا آئس چيك پاکستان (Coca-Cola Icecek Pakistan) د اعليٰ پائې پلاوي ليدلي دي۔پلاوي كښې سرکان سلجوق (چيف فنانشل آفيسر)، سيد عمر (ډائريکټر کارپوريټ افيئرز و پائيداري) او عمر ايوب خان (ګورنمنټ ريليشنز ليډ) شامل وو۔پلاوي وزير اعظم شهباز شريف او وفاقي وزير قيصر احمد شيخ په مشرۍ كښې د حکومت سرمايه كار دوسته پاليسيو او د هېواد د معيشت استحکام لپاره شوي اقدامات وستائېل۔دوي د بورډ آف انويسټمنټ فعاله او سهولت کار کردار هم وستائېلو۔ د ملاقات په مهال کمپنۍ د خپل کاروباري کردار او په نړيوالي موجودګۍ تفصيلي بريفنګ وركولو سره ووئيل پاکستان كښې کوکا کولا باقاعدہ بوټلنګ پارټنر دے او د مشروبات په څانګه كښې ښه مارکيټ شيئر لري۔ کمپنۍ ووئېل چې پاکستان كښې نزې د يو ارب ډالر سرمايه كاري شوي او سباؤن كښې د نوري سرمايه كارۍ او پيداواري صلاحيت زياتولو او د نوي اقسام مصنوعات معارفي كولو اراده لري۔پلاوي په دې خبره زور راوړو چې کمپني ټيکس قوانين، بشري حقونو ، مساوي اجرت او د ملازمانو ښېګړې په اړه د ضوابط پاسداري کوي۔بورډ آف انويسټمنټ پاکستان كښې د پائيداره سرمايه كارۍ ودې او ښه کاروباري ماحول وركولو له لوظي دے۔