اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د بحري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری وئيلي دي ميري ټائم سيكټر د عصري غوښتنو له مخې سمولو له حكومت د پراخه كچې اصلاحات كړې دي په كومو كښې چې بندر ځايونه پراخه كول ٬ جهاز رانۍ كښې جدت رامخې ته كول ٬ ګوادر پورټ فعاله كول ٬ فېري سروس پېل كول ٬ د مېري ټائم پوهنتون اداره جاتي اصلاحات او اپ ګرېډېشن شامل دے۔ …
ميري ټائم سيكټر د عصري غوښتنو سره سمولو له حكومت د پراخه كچې اصلاحات كړي دي: د بحري چارو وفاقي وزير جنید انوار چوهدری ’’اے پی پی‘‘ سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د بحري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری وئيلي دي ميري ټائم سيكټر د عصري غوښتنو له مخې سمولو له حكومت د پراخه كچې اصلاحات كړې دي په كومو كښې چې بندر ځايونه پراخه كول ٬ جهاز رانۍ كښې جدت رامخې ته كول ٬ ګوادر پورټ فعاله كول ٬ فېري سروس پېل كول ٬ د مېري ټائم پوهنتون اداره جاتي اصلاحات او اپ ګرېډېشن شامل دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اے پي پي سره خاص مركه كښې وكړه۔ وفاقی وزیر جنېد انوار چوهدری ووئيل ډر زر به پاکستان مېری ټائم اکېډيمی اپ ګرېډ كولو سره دې ته د ډګرۍ وركونكي پوهنتون درجه وركړي۔ د دې رنګ روغن لپاره يو ارب روپۍ په خاص توګه بېلې كړې شوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې يو چارټر لپاره هائر ايجوكېشن سره رابطه شوې ده۔ ده ووئيل شکایت سېل، د مصنوعی زيركتيا انضمام، تربیتی پروګرام او د سي ټو سټیل پروجېكټ په څير اقدامات سره به سپېځلتيا ٬ كاركردګي ٬ او روزګار ته وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل د نوو اصلاحاتو لاندې يو شكايت سېل جوړولې شي چې ورسره به وګړو ته د مېري ټائم آپرېشنز ٬ پورټ مېنجمنټ او شپنګ پالېسيو په اړه د شكايتونو او وړاندېزونو درج كولو له آساني ترلاسه شي۔ ده ووئيل د ګيلو ازاله به په 10 ورځو كښې دننه كولې شي۔ په ګوادر پورټ خپله خبره كښې ده ووئيل دا به زر تر زره فعاله كړے شي۔ ده ووئيل د منځنۍ آسيا رياستونو سره د سړك او رېل رابطې بشپړېدونكې دي۔ جنېد انوار چوهدری ووئيل په راروانو سلو كلونو كښې د درېو نو ژورو بندر ځايونو جوړلو منصوبه لرو ۔ ده ووئيل مصنوعي زيركتيا به تر راروان كال په پورټ آپرېشنز كښې ضم كړے شي دغسې چې كاركردګي ښه كړې شي۔ د فېری سروسز په اړه وفاقي وزير ووئيل د پاكستان له جوړېدو څخه وروستو كوم فېري سروس لائسنس نه دې جاري كړے شوے۔ اے پي پي سره خصوصي خبرو كښې ده ووئيل میري ټائم سټاف لپاره به د سیمینارز او ټرېننګ سېشنز تابيا كولې شي۔











