په بلوچستان كښې له اوسني ترهګر بريد نه وروستو د هند غبرګون په حقيقت كښې د پاكستان د هغه دريځ توثيق دے چې په هيواد كښې د بې ثباتۍ فعاليتونو كښې بهرني عناصر ككړ دي: د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي اووينيز بريفنګ

اسلام آباد۔26 فروری(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي په بلوچستان كښې له اوسني ترهګر بريد نه وروستو د هند غبرګون په حقيقت كښې د پاكستان د هغه دريځ توثيق دے چې په هېواد كښې د بې ثباتۍ فعاليتونو كښې بهرني عناصر ككړ دي۔ د زيارت په ورځ په اوونيزو بريفنګ كښې وياند په منطقه كښی امن ٬ مكالمې او سفارتكارۍ لپاره د پاكستان د …

اسلام آباد۔26 فروری(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي په بلوچستان كښې له اوسني ترهګر بريد نه وروستو د هند غبرګون په حقيقت كښې د پاكستان د هغه دريځ توثيق دے چې په هېواد كښې د بې ثباتۍ فعاليتونو كښې بهرني عناصر ككړ دي۔ د زيارت په ورځ په اوونيزو بريفنګ كښې وياند په منطقه كښی امن ٬ مكالمې او سفارتكارۍ لپاره د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د قامي ګټې او نړيوالو شخړو په اړه د پاكستان اصولي دريځ تكرار كړو۔ وياند ووئيل روانه مياشت كښې د سمجھوته اېکسپرېس بمي بريد 19م تلين لمانځلې شي ٬ په كوم كښې چې 70 څخه زيات قيمتي ځانونه ضايع شوي وو۔ ده ووئيل په دغه بريد كښې ككړو كښې يو آسید آنند په ښكاره توګه د خپل جرم اعتراف كړے ؤ ۔دغسې هندي کرنل سری کانت پروهت هم د خپل كردار اقرار كړے ؤ ٬ بياهم د سمجھوته اېكسپرېس څلور تورن آزاد ګرځي ۔ طاهر حسېن اندرابی ووئيل هند په دې بريد كښې ككړ كسان قانون سره مخ كولو كښې ناكامه راغلے۔ وياند د هند خارجه وزارت اوسنے بيان بې بنسټه ګرځولو سره مسترد كړو ۔ د خارجه دفتر وياند د وزیراعظم شهباز شریف د قطر د اوسنۍ دورې ذكر هم وكړو۔ ده ووئيل وزیراعظم د قطر د امير په بلنه 23 څخه تر 24 فرورۍ د دوحه دوره وكړه۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغست او د سياسي تړون په مثبت پېشرفت يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دويې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او اقتصادي همكارۍ په شمول د شريكې خوښی په په ټولو څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو۔ وياند ووئيل د قطر امير پاكستان سره اقتصادی همكاري ستراتيجيكي كچې ته رسولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او د شخړو په سوله ايز هواري ، مکالمه او د سفارت کارۍ په اهميت زور راوړلے شو ۔ ده ووئيل د قطر امير د وزيراعظم لخوا د روان كال په مهال د پاكستان دورې كولو بلنه قبوله كړې۔ طاهر حسين اندرابي ووئيل نائب وزيراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار 26 څخه تر 28 فرورۍ د سعودي عربستان په سركاري دوره دے چرته به چې هغه د او آئي سي اېګزېکټو کمېټۍ غیرمعمولی وزارتی غونډه كښې ګډون كوي۔ دا بېړنۍ غونډه د اسرائيلي قابض چارواكو لخوا په پورته كړو هغه اقدامات غور كولو لپاره رابللې شوې كومه چې پاكستان غېر قانوني ګرځولې دي او په كومو كښې چې ېهودي ودانيو ته د پراختيا وركولو او په لويديزه غاړه د اسرائيلي تسلط اقدامات شامل دي۔ په وزارتی غونډه كښې به سېنېټر اسحاق ډار د مقبوضه لوېديزې غاړې سيمې تش د نامې په رياستي زمكو د بدلولو په بابله اسرائيلي اقدامات په اړه د پاكستان دريځ وړاندےې كوي۔ د غونډې په موقع به د دويې د او آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيره ملاقاتونه هم كوي۔ وياند ووئيل پاکستان د او آئی سی غړو هېوادونو او نورو هېوادونو شره په ګډو بيانونو كښې د اسرائيل د اوسنو اقدامات سخته غندنه كړې ده او دغه يۍ د نړيوال قانون خلاف ورزي او سيمه ايز امن او ثبات له خطر ګرځولې دي