اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي چې پاکستان ګورننس فورم احسن اقدام دے٬ ګورننس فورم به په معاشي او اقتصادي لړ كښې اهم سنګ ميل ثابت شي، موسمياتي بدلون او زياتېدونكي آبادي اهم چېلنجز دي٬ د موسمياتي بدلون په سبب د رامخې ته كېدونكې زيانونو نه بچ كېدل ضروري دي٬ د آبادۍ غېر معمولي اضافه د خوراك په څېر …
پاکستان ګورننس فورم به په معاشي او اقتصادي لړ كښې مهم سنګ ميل ثابت شي: وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي چې پاکستان ګورننس فورم احسن اقدام دے٬ ګورننس فورم به په معاشي او اقتصادي لړ كښې اهم سنګ ميل ثابت شي، موسمياتي بدلون او زياتېدونكي آبادي اهم چېلنجز دي٬ د موسمياتي بدلون په سبب د رامخې ته كېدونكې زيانونو نه بچ كېدل ضروري دي٬ د آبادۍ غېر معمولي اضافه د خوراك په څېر چېلنجز رامخې ته كوي، حکومت د رامخې ته شوې چېلنجز مخنيوي عزم لري، معيشت مضبوطولو لپاره به برآمداتو كښې اضافه باوري كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ” پاکستان ګورننس فورم 2026″ كښې د ګډون په مهال كړې۔ وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك ووئيل د قدرتي آفتونو په خاص توګه د سېلاب له امله زمونږ فصلونه تباه كېږي او زيات زيان بې وزله كروندګرو پورته كوي۔ ده ووئيل د سېلاب له امله زيان د مجموعي قامي پېداوار تقريباً تر 9.8 فيصده ته رسي او دا وسائل يوازې د زيانونو ازالې لپاره مصرف كېږي۔ ده ووئيل په اوسني افتونو كښې په زرګونو كسان مړه شوي٬ شل زره كسان ژوبل شوي٬ تعليمي هڅې ځپلې شوي۔۔ ده زياته كړه چې د مون سون پېټرن كښې بدلون٬ سخت بارانونه، ټورينشل فلډز، دريائي سيلاب، سمندري طوفان او په ښاريو كښې بې ترتيبه تعميراتو سره د هيټ ويوز په څېر مسئلو كښې شدت راغلې دے۔ ده ووئيل چې د بېل اقسام د افتونو طريقه كار جلا جلا دے او د دې مخنيولو لپاره د ماهرينو او د جديد ټيکنالوجۍ څخه استفاده کول ضروري دي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون اثرات زمونږ په ژوند كښې ښكاره شوې دي او په ماحول كښې رامخې ته كېدونكې بدلونونه سباٶن لپاره د سنګين چېلنج صورت اختياروي









