اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د عامو وګړو وژنه هېڅكله جائز ګرځولې كېدې نه شي ۔ په غزه كښې ګڼ شمېر وګړي د مصيبتونو سبب جوړېدونكو كارروائيو سره مخ دي او د هغوي د نه كمزورې كېدونكې صف بندۍ په تناظر كښې د نرېندر مودي ريماركس بې بنسټه دي۔ اسرائیلی پارلیمنټ کنیسټ ته له خطاب څخه وړاندې د هندي …
د عامو وګړو وژنه هيڅكله جائز ګرځولې كيدې نه شي ٬ د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د هندي وزيراعظم په بيان غبرګون
اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د عامو وګړو وژنه هېڅكله جائز ګرځولې كېدې نه شي ۔ په غزه كښې ګڼ شمېر وګړي د مصيبتونو سبب جوړېدونكو كارروائيو سره مخ دي او د هغوي د نه كمزورې كېدونكې صف بندۍ په تناظر كښې د نرېندر مودي ريماركس بې بنسټه دي۔ اسرائیلی پارلیمنټ کنیسټ ته له خطاب څخه وړاندې د هندي وزيراعظم نرېندر مودی د ريماركس په اړه په اېكس خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل په غزه كښې محلې په كھنډرو كښې بدلې كړې شوي دي٬ د خوراك سخت كمې رامخې ته شوې دې٬ طبي آسانۍ ترلاسه كولو كښې وګړي ستونزو سره مخ دي۔ ده ووئيل نړيواله مشرتابه د اخلاقي مستقل مزاجۍ غوښتنه كوي۔ امن لپاره د حقيقي پېوستون تقاضا دا ده چې ظلم چرته هم وي ددې په ضد دې غږ پورته كړے شي۔ ده ووئيل نړۍ له به پرېكړه كول وي چې هغه به د لنډې مودې ګټو ته ترجيح وركوي يا نړيوال انصاف او بشري وقار سره به مضبوط سره اودرېږي









