اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاکستان پرمختګ په وسائلو يا خوارۍ كښې د كمي له امله نه دې اودرېدلې بلكې د دې لوے سبب د اداره جاتي صلاحيت او د ګورننس مضبوطيا د "درېمې درجې" نشتوالې دې۔ د زيارت په ورځ "پاکستان ګورننس فورم 2026 " ته خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د 24 …
د پاکستان پرمختګ وسائلو يا خوارۍ كښې د كمي له امله نه دې اودريدلې٬ د اداره جاتي صلاحيت او د ګورننس مضبوطيا “دريمې درجې” نشتوالې د دې لوے سبب دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د پاکستان پرمختګ په وسائلو يا خوارۍ كښې د كمي له امله نه دې اودرېدلې بلكې د دې لوے سبب د اداره جاتي صلاحيت او د ګورننس مضبوطيا د “درېمې درجې” نشتوالې دې۔ د زيارت په ورځ “پاکستان ګورننس فورم 2026 ” ته خپله وېنا كښې ده ووئيل چې د 24 كروړه آبادۍ هېواد يوازې د 1200 سركاري دفترو د لارې په موثره ډول نشي چلېدې٬ جمهوريت په حقيقي معنو ګټور جوړولو لپاره به دې ته په لاندې كچه پراختيا وركول وي چرته چې كم از كم دوه لكه ځائي نمائندګان د اولس په خدمت كښې فعاله كردار ولوبوي۔ ده ووئيل تر څو چې لاندې كچه اختيارمنه جوړه نه كړې شي او کلائميټ ريزيلينس د معيشت د بنيادي ډھانچے برخه نه وي جوړه شوې تر ھغې د حكمرانۍ اصل مقصد نشي ترلاسه كېدې۔ ده ووئيل پاکستان ګورننس فورم 2026 يو باعزت او موثره اجتماع وه چې پكښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو اعلٰې قيادت٬ نړيوالو شراكتدارو٬ موضوعاتي ماهرينو، جامعات، تھنک ټينکس او اهلِ دانش ګډون كړې۔ ده وويل چې د پاکستان پرمختګ په وسائلو يا خوارۍ كښې د كمي له امله نه دې اودرېدلې بلكې د دې لوے سبب د اداره جاتي صلاحيت او د ګورننس مضبوطيا د “درېمې درجې” نشتوالې دې









