اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فتنه الخوارج په ضد د عملياتو په مهال د شهيد شوي لېفټېننټ کرنل شهزاده ګل فراز استوګنې (مانسهرې) ته لاړو او غمژنې كورنۍ سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع د لېفټېننټ کرنل شهزاده ګل فراز شهيد مور٬ كورودانې ٬ …
د وزيراعظم شهباز شريف د فتنه الخوارج په ضد عملياتو په مهال د شهيد شوي ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز كورنۍ سره غمرازي
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فتنه الخوارج په ضد د عملياتو په مهال د شهيد شوي لېفټېننټ کرنل شهزاده ګل فراز استوګنې (مانسهرې) ته لاړو او غمژنې كورنۍ سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په دې موقع د لېفټېننټ کرنل شهزاده ګل فراز شهيد مور٬ كورودانې ٬ ماشومانو او د كورنۍ نورو كسانو سره ملاقات وكړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د شهيد لېفټېننټ کرنل شهزاده ګل فراز قبر ته حاضري وكړه او فاتحه خواني ئې وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د شهيد ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز لوړو درجو او د غمژنې كورنۍ زغم لپاره دعا هم وكړه۔

وزيراعظم شهباز شريف ووئيل شهيد ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز د وطن په حفاظت كښې شهيد شوے او د همت او بهادرۍ اعلٰې مثال يۍ وړاندې كړې۔ زما پشمول ټول قام پخپلو شهيدانو او د دوي په كورنيو وياړ لري۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف په مانسهره كښې د شهيد ليفټيننټ کرنل شهزاده ګل فراز په نامه د دانش سکول جوړولو اعلان هم وكړو۔ په دې دوره كښې وفاقي وزيران عطاء تارړ، انجينئر امير مقام، سردار يوسف، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ، کېپټن (ر) صفدر، مرتضٰی جاويد عباسي او شاه جي ګل آپريدي هم وزيراعظم سره ملګري وو









