اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان ګورننس فورم به شفافيت باوري كولو پلو يو مهم پړاؤ ثابت شي٬ د ځواب وركولو عمل له په زړه پورے ګورننس زيات اهميت لري٬ ګورننس تل خپل كور څخه پېل كيږي له دې كبله په قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د سنيارټي ٬ فټنس او ټېسټ نظام بهتر كړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده …
پاكستان ګورننس فورم به شفافيت باوري كولو له يو مهم پړاؤ ثابت شي٬ ځواب وركولو له په زړه پورے ګورننس زيات اهميت لري: د قومي اسبملۍ سپيكر سردار اياز صادق ’’پاکستان ګورننس فورم‘‘ ته خطاب او ميډيا سره خبرې
اسلام آباد۔26فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې پاكستان ګورننس فورم به شفافيت باوري كولو پلو يو مهم پړاؤ ثابت شي٬ د ځواب وركولو عمل له په زړه پورے ګورننس زيات اهميت لري٬ ګورننس تل خپل كور څخه پېل كيږي له دې كبله په قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ كښې د سنيارټي ٬ فټنس او ټېسټ نظام بهتر كړے شوے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت تر اهتمام لاندې’’پاکستان ګورننس فورم‘‘ ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د عصري انفارمېشن ټېكنالوجي په بدلېدونكي دور كښې ګورننس ښه كول او دې كښې شفافيت رامخې ته كولو له’’پاکستان ګورننس فورم‘‘ جوړول زيات مهم دي۔ د كوم هم هېواد پرمختګ لپاره سياسي استحكام او په ګډه هڅو كولو ته اړتيا وي له دې كبله دا اداره به د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره مهم پړاؤ ثابت شي۔ ده ووئيل د ځواب وركولو عمل له په زړه پورے ګورننس زيات اهميت لري٬ مونږ په قومي اسمبلي سېكرټرېټ كښې غوره ګورنس لپاره يو شمېر اصلاحات كړي دي ولې چې ګورننس تل له خپل كور څخه پېل كيږي۔ ده ووئيل مونږ شفافیت لپاره سنیارټی ، فټنس او ټېسټ ته بنيادي حېثيت وركړے دے۔ ده ووئيل پارلیمنټ په جمهوري نظام كښې بنيادي حېثيت لري ٬ د پارلیمنټ پبلک اکاؤنټس کمېټي د احتساب تر ټولو مهم فورم دے۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ګورننس سره اړوند قانون سازي روان ده٬ شفافيت او ګورننس له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل پاكستان ګورننس فورم به غوره ګورننس لپاره يو مهم پړاؤ ثابت شي









