اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد روانه ترهګري اوس پټه خبره نه ده پاتې شوې٬ په كرك كښې د فرنټيئر کانسټيبلري په قافله بزدلانه بريد، په شکر دره (کوهاټ) كښې د ډي ايس پي اسد محمود پشمول د اهلكارو شهادت او په بھکر كښې د ځانمرګي بريد دا ټولې …
افغانستان څخه د پاكستان په ضد روانه ترهګري اوس كومه پټه خبره نه ده: ډاکټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد 26 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي چې د افغانستان خاورې څخه د پاكستان په ضد روانه ترهګري اوس پټه خبره نه ده پاتې شوې٬ په كرك كښې د فرنټيئر کانسټيبلري په قافله بزدلانه بريد، په شکر دره (کوهاټ) كښې د ډي ايس پي اسد محمود پشمول د اهلكارو شهادت او په بھکر كښې د ځانمرګي بريد دا ټولې پېښې د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان د يو منظم سازش له مخی په نښه كېږي۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل د ورژې مباركې په مقدسه مياشت كښې د بې ګناه وګړو وينه تويول د دې خبرې دليل دے چې د دې ترهګرو خو نه اسلام سره څه تعلق شته او نه پښتون رواياتو سره ، دا عناصر خپل خود ساخته نظريات بشپړولو له د انسانيت له هر حد څخه اوړېدې شي۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا څو ځله مطالبه شوې چې فتنه الخوارج او نورو ترهګرو ډلو ته دې د پاكستان په ضد د افغان خاورې كارولو اجازه ورنكړې شي خو د دې برعكس د پاکستان په ضد ښكاره جارحيت زمونږ د خودمختارۍ چيلنج كولو مترادف دے۔ ده ووئيل چې پاکستان دا په ډاګه كول غواړي چې قامي سلامتيا٬ وقار او د اولس د ځان او مال تحفظ د سياسي تړون او مفادو نه پرته دے٬ د دې جنګ ځواب به بشپړه ملي وحدت٬ اولسي ملاتړ او پوخ عزم سره وركولې شي٬ زمونږ امنيتي ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې د قام بشپړه تائيد سره د ترهګرۍ د لعنت ختمولو عزم لري٬ نن د وخت تقاضا ده چې مونږ له سياسي اختلافاتو لرې پاتې كېدو سره د دښمن د ناوړه عزائمو مقابله وكړو٬ د پاكستان په ضد كېدونكې ترهګري به په هېڅ صورت كښې زغملې نه شي۔ د پاكستان د امن ٬ خپلواك او سلامتيا به كومه سودا كولې نه شي٬ قام يو موټې دے ٬ ځواكونه مستعد دي او د هرې قربانۍ به حساب اخستې شي









