اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د امنيتي ځواكونو لخوا خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د كامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشنز په مهال 34 ترهه ګر وژل د قامي سلامتيا لپاره لويه كاميابي ده۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه ويب سائټ ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل چېدد خېبرپښتونخوا كښې په څلورو بيلو مقابلو كښې د فتنه الخوارج 26 ترهه ګر خپل …
د امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې په انټيلي جنس بيسډ آپريشنز كښې د 34 ترهه ګرو وژل د قامي سلامتيا لپاره لويه كاميابي ده۔ډاكټر طارق فضل چوهدري
اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي د امنيتي ځواكونو لخوا خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د كامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشنز په مهال 34 ترهه ګر وژل د قامي سلامتيا لپاره لويه كاميابي ده۔د شورو په ورځ په سماجي رابطه ويب سائټ ايكس خپل بيان كښې ده ووئيل چېدد خېبرپښتونخوا كښې په څلورو بيلو مقابلو كښې د فتنه الخوارج 26 ترهه ګر خپل انجام ته رسول د دې خبرې ثبوت دے چې زمونږ ځواكونه په هر ډګر چمتو او لوظي دي٬دغسې د بلوچستان په سمبازه او ژوب سيمه كښېد 8 ترهه ګرو خاتمه د ترهه ګرۍ نيټ وركس لپاره ښكاره پېغام دے چې د پاكستان په زمكه فساد خپرولو لپاره هېڅ ځاے نشته۔ده ووئيل قام په خپلو محافظو وياړ لري٬د پاكستان امن او استحكام په ضد به هر سازش ناكامه كولې شي٬انشاﺀ الله د ترهه ګرۍ د ناسور به د بيخه ويستلې شي شي۔









