اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد د موثر كاروائيو په مهال د فتنه الخوارج او فتنه هندوستان 34 ترهه ګر وژلي دي۔د آئي اېس پي ير له مخې د تېرو څو ورځو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد روان كمپائن له مخې په استخبارات اډانه كاروائۍ وكړې د كومو مقصد چې د هند پراكسيز٬فتنه الخوارج او فتنه هندوستان بشپړه …
د امنيتي ځواكونو لويې كاميابۍ٬خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد موثر كاروائۍ٬د فتنه الخوارج او فتنه هندوستان 34 ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔25فروری(اے پی پی)امنيتي ځواكونو خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهه ګرو په ضد د موثر كاروائيو په مهال د فتنه الخوارج او فتنه هندوستان 34 ترهه ګر وژلي دي۔د آئي اېس پي ير له مخې د تېرو څو ورځو په مهال امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ په ضد روان كمپائن له مخې په استخبارات اډانه كاروائۍ وكړې د كومو مقصد چې د هند پراكسيز٬فتنه الخوارج او فتنه هندوستان بشپړه خاتمه ده۔ په 24 فروري 2026 د خېبرپښتونخوا بيلو ضلعو كښې د څلورو جلا جلا مقابلو په مهال د هند پراكسي”فتنه الخوارج”سره تعلق لرونكي 26 خارجي ووژل شول او د بلوچستان په سمبازه سيمه كښې د يو كاروائۍ په مهال د هند پراكسي فتنه هندوستان 8 ترهه ګر وژلې شوي۔پاك –افغان پولې څخه د دراندازۍ هڅه كونكې د خارجيانو يوه ډله امنيتي ځواكونه په نخښه كړه او په ډېر مهارت شوې دې كاروائۍ كښې د فتنه الخوارج يو ترهه ګر وژل شو ٬د كوم شناخت چې د افغان وګړي په حېث شوے۔دغس ېلكي مروت كښې په استخبارات اډانه يو آپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو او د ترهه ګرو ترمينځه د سختو ډزو تبادله وشوه چې په نتيجه كښې يې درې خارجيان ووژل شول ۔ د بنو ضلعې په نرمي خيل سيمه كښې د دوو بيلو مقابلو په مهال 10 خارجيان ووژل شول ۔دغسې د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه كښې د انټيلي جنس بنياد كاروائۍ كښې امنيتي ځواكونو 12 خارجيان ووژل ۔ د ژوب سمبازه سيمه كښې د پنځم آپرېشن په مهال د سختو ډزو تبادلې نه پس د فتنه هندوستان سره تعلق لرونكي 8 ترهه ګري وژلي شوي۔وژلے شوو د هند سرپرستي لرونكو ترهه كرو د قبضې څخه په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي برآمد شول ۔دا ترهه ګر په سيمه كښې د ترهه ګرۍ ګڼو كاروائيو كښې ككړ پاتې وو۔ د پاكستان امنيتي ځواكونه د هېواد د پولو دفاع لپاره عزم او ثابت قدم دي ۔په سيمه كښې د موجودو نورو د هند سرپرستۍ لرونكو خارجيانو خاتمې لپاره سرچ آپريشنز روان دے۔ د نېشنل ايكشن پلان د فيډرل ايپكس كمېټۍ منظور شوي وژن”عزم استحكام”له مخې د ترهه ګرۍ په ضد دا كمپائن به په قوت سره روان وي دغسې چې د هېواد څخه د غېر ملكي سرپرستۍ لرونكې ترهه ګرۍ خاتمه وكړې شي۔









