جامع او شموليتي تعلیم يوازې د پاليسۍ عزم نه بلكې هر ماشوم په خاص توګه د اورېدو نه محرومو زده كوونكو ته يو برابر موقعې وركول زمونږ اخلاقي ذمه واري ده ، وجیهه قمر

اسلام آباد۔25فروري (اے پي پي )د تعلیم و پیشه ورہ تربیي وزير مملكت وجیهه قمر وئېلي دي جامع او شمولیتي تعلیم يوازې د يوې پالیسي عزم نه دے بلکې هر ماشوم ته په خاص توګه د اورېدو نه محرومو زده كوونكو ته يو برابر موقعې وركول زمونږ اخلاقي ذمه واري ده ۔ دې دا خبره پاکستان نیشنل کونسل آف دي آرټس (پي این سي اے) كښې تايبا شوي د آرټ …

اسلام آباد۔25فروري (اے پي پي )د تعلیم و پیشه ورہ تربیي وزير مملكت وجیهه قمر وئېلي دي جامع او شمولیتي تعلیم يوازې د يوې پالیسي عزم نه دے بلکې هر ماشوم ته په خاص توګه د اورېدو نه محرومو زده كوونكو ته يو برابر موقعې وركول زمونږ اخلاقي ذمه واري ده ۔ دې دا خبره پاکستان نیشنل کونسل آف دي آرټس (پي این سي اے) كښې تايبا شوي د آرټ نندارتون ’’سائلنټ ایکسپریشنز ټو‘‘ په موقع ’’اے پی پی ‘‘سره وكړې ۔ دې د ټول هېواد څخه راغلو د سماعت نه د محروم طلباء د غیر معمولي صلاحیتونو ستائنې كولو سره ووئېل نن چې مونږ كومې فن پارې وكتلې هغه د كومې محرومۍ نه بلکې د تخلیقي قوت، محنت او د پوهې عکاسی کوي ، كه دوي له مناسب موقعې او رہنمائي وركړې شي نو دا طلباء په كومه هم پیشه ورہ كچه د مقابلې كولو صلاحیت لري ۔وزیر مملکت ووئېل د داسې نوعیت هلې ځلې د خاص طلباء په قامي كلتوري او پیشه ورہ چوكاټ كښې شاملولو له مهم کردار ادا کوي ۔ دې ووئېل وزارتِ د خاص تعلیمي ادارو مضبوطولو لپاره د نصاب ښه والي ، د استاذانو تربيي، د مرستيالې ټیکنالوجۍ وركړې او په هنر اډاڼه پروګرامونو ودې له کار كوي ۔دې ووئېل مونږ د رواياتي كلاس روم د ماډول نه وړاندې تېرېږو، زموڼږ هدف طلباء ته اداسې عملي هنر وركول دي كوم چې دوي ته د مالي خودمختارۍ او وقار لرونكې ژوند لار اوښائي ، د تعلیم حقیقي مقصد اختیارمنده جوړول دي ۔ انټرن شپ په مستقل ملازمتونو د بدلولو اعلان په اړه دې ووئېل دا د شمولیتي عمل پلو يو انقلابي ګام دے ۔ دې ووئېل بس روزګار د اصل شمولیت پیمانه ده ، چې كله دا ځوانان فنکاران مستقل ملازمت تر لاسه كړي نو نه يوازې به ترې د دوي كورنۍ مستفیدې شي بلکې په ټولنه كښې به د معذورۍ په اړه تصورات هم بدل شي ۔وزیر مملکت د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت دا خبره باوري كوي چې كوم ماشوم وروستو پاتي نه شي او دې مقصد لپاره تعلیمي ادارو، كلتوري تنظیمونو او شصي څانګو تر مينځه مرسته ضروري ده۔ ۔دې ووئېل د سائلنټ ایکسپریشنز ټو پیغام واضحه دے جې صلاحیت په مختلف انداز څرګندېږي او په ځينې وختونو كښې په خاموشۍ كښې زيات طاقت وي ۔ په پي این سي اے كښې د 25 نه تر 27 فرورۍ روان دې نندارتون كښې ایښودلو شوو فن پارو كښې فني پوهه او جذباتي ژور والے ښكاره دے

مزید خبریں