اسلام آباد ۔25فروري (اے پي پي ) د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي په خاص سپارښتنه د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري د جي سکس آبپارہ كښې د جوړ رمضان سهولت بازار دورہ وكړه ۔ د دورې په مهال ده د سبزۍ ، مېوې دانې او د نورو ضروری څيزونو د سټالز څارنه وكړه او د اسغتونكو نه يې د انتظامات په ړه پوښتنې وكړې ۔طلال چوهدري واضحه كړه …
د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري د اسلام آباد رمضان بازار دورہ، د بيعو جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔25فروري (اے پي پي ) د كورنيو چارو وزیر محسن نقوي په خاص سپارښتنه د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري د جي سکس آبپارہ كښې د جوړ رمضان سهولت بازار دورہ وكړه ۔ د دورې په مهال ده د سبزۍ ، مېوې دانې او د نورو ضروری څيزونو د سټالز څارنه وكړه او د اسغتونكو نه يې د انتظامات په ړه پوښتنې وكړې ۔طلال چوهدري واضحه كړه چې وزیراعظم شهباز شریف د څيزونو په بيعو پخپله څارنه كوي او په بيعو كښې لږ زياتوالے به هم ونه زغملے شي ۔ ده انتظامیه ته د پاكوالي او د امنيت لا ښه كولو سپارښتنې سره ووئېل اولس ته په اسانيو وركولو كښې د بې غورۍ كولو هيڅ ګنچائش نشته۔ په دې موقع سودا اغستونكو په حکومتي اقدامات د بارو څرګندونه وكړه خو د ميوې په زياتېدونو بيعو ګېلې هم رامخې ته شوې ۔ دغسې ډپټي کمشنر اسلام آباد عرفان نواز میمن وزیر مملکت ته د بازار انتظامات په اړه تفصیلي بریفنګ وركړو









