اسلام آباد۔25فروري (اے پي پي)نائب وزیرِاعظم وِ خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق دار وئېلي دي سوئېلې اسيا كښې د تل پاتي استحکام انحصار د جموں و کشمیر شخړې په منصفانه هواري كښې دے ، د پاکستان خارجه پالیسي په امن، مکالمه او د اقتصادي مرستې په ودې اډاڼه ده۔ د دې خیالاتو اظهار ده د شورو په ورځ د پاکستان ګورننس فورم 2026 ته خطاب کښې وكړه ۔ نائب وزیرِاعظم …
سوئېلې اسيا كښې د تل پاتي استحکام انحصار د جموں و کشمیر شخړې په منصفانه هواري كښې دے ، د پاکستان خارجه پالیسي په امن، مکالمه او د اقتصادي مرستې په ودې اډاڼه ده ، د نائب وزیرِاعظم سینیټر محمد اسحاق ډار د پاکستان ګورننس فورم 2026 ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔25فروري (اے پي پي)نائب وزیرِاعظم وِ خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق دار وئېلي دي سوئېلې اسيا كښې د تل پاتي استحکام انحصار د جموں و کشمیر شخړې په منصفانه هواري كښې دے ، د پاکستان خارجه پالیسي په امن، مکالمه او د اقتصادي مرستې په ودې اډاڼه ده۔ د دې خیالاتو اظهار ده د شورو په ورځ د پاکستان ګورننس فورم 2026 ته خطاب کښې وكړه ۔ نائب وزیرِاعظم د پاکستان دفاعي صلاحیت رامخې ته كولو سره ووئئل پاکستان د كوم هم جارحیت په زړه پورې او د پرېكنده ځواب وركولو صلاحیت او عزم لري خو سفارتکاري به دغسې د پاکستان د ریاستي تګلارې بنیادي ذریعه وي ۔ سینیټر محمد اسحاق ډار د دې خبرې پخلے وكړو سوئېلې اسيا كښې د تل پاتي استحکام انحصار د جموں و کشمیر شخړې په منصفانه هواري كښې دے ، كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو او د کشمیري اولس د هيلو تر مخه وي ۔ ده ووئېل پاکستان د شخړو امناك حل له لوظي دے۔ نائب وزیرِاعظم د هند په غېر قانوني تلسط لاندي شخړيز جمو و كشمير كښې د هند د 5 اګست 2019 غیر قانوني او يو اړخيزه اقدامات د بېرته اغستو غوښتنه وكړه ۔ ده ووئېل د چین سره د پاکستان صدا په سپرلي خيزه تزویراتي مرسته اډاڼه شراکت داري لا مضبوطېږي او د امریکې سره اړېكې د دفاعي څاڼګې نه وړاندې د تجارت، ټیکنالوجۍ او تر سرمایه کارۍ پراخه كېږي ۔ ده ووئېل بنګله دیش، د مينځنۍ اسيا هېوادونو او د خلیجي ریاستونو پشمول د سيمه ايزو هېوادونو سره اړېكې په اعلیٰ كچ د روابط او اقتصادي مرستې د لارې لا زياتوالې شي۔ نائب وزیرِاعظم اقتصادي سفارتکاري د پاکستان د خارجه پالیسۍ مرکزي ستن ګرځولو سره ووئېل د سرمایه کارۍ ، انفارمیشن ټیکنالوجۍ ، معدنیات، توان او د صنعت څنګو ته پام لرنې سره قامي ترقي او خوشحالي باوري كولې شي ۔ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل كښې د پاکستان د كال 2025–26 مودې لپاره د غیر مستقل غړي ټاكلې كېدو حواله وركولو سره نائب وزیرِاعظم و خارجه وزير ووئېل دا کامیابي د پاکستان د اصولي او په رغنده سفارتکارۍ د نړيوالې ورورولۍ د باور څړګندونه ده ۔









