اسلام آباد 25فروری(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به د 26 نه تر 28 فروري د سعودي عرب دوره كوي چرته به چې هغه د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) ايګزيكټو كمېټۍ غېر معمولي وزارتي غونډه كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وزارتي غونډه به د فرورۍ په 26مه نيټه د شپې په جده كښې كيږي۔غونډه د …
نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به د او آئي سي ايګزيكټو كمېټۍ غېر معمولي وزارتي غونډه كښې ګډون كوي

مزید خبریں
اسلام آباد 25فروری(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار به د 26 نه تر 28 فروري د سعودي عرب دوره كوي چرته به چې هغه د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي) ايګزيكټو كمېټۍ غېر معمولي وزارتي غونډه كښې ګډون كوي۔د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې وزارتي غونډه به د فرورۍ په 26مه نيټه د شپې په جده كښې كيږي۔غونډه د اسرائيلي قابض چارواكو غېر قانوني پريكړو په اړه غور لپاره رابللې شوې ده ٬ د كومو مقصد چې غېر قانوني يهودي ودانيو پراختيا٬ے د الحاق پالېسي مخ په وړاندې بوتلل او په مقبوضه لويديزې غاړه د اسرائيل تسلط نافذ كول دي۔د غونډې په مهال نائب وزيراعظم مقبوضه لويديزه غاړې ځينو سيمو تش په نامه په “سټيټ لينډ” بدلولو د اسرائيلي اقدامات په اړه به د پاكستان دريځ وړاندې كوي۔وزارتي غونډې په موقع به نائب وزيراعظم د آئي سي غړو هېوادونو خارجه وزيرانو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي چې پكښې د شريكې خوښې چارو او د سيمه ايز صورتحال په اړه به د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار به سعودي عرب كښې د قيام په مهال د مقدس ښارونو مختصر دوره هم كوي۔









