په پاكستان كښې د روغتيا نظام ښه كولو له د روغتيا بنيادي مركزونه مضبوطولو ته حكومت پاملرنه كوي: وفاقی وزیر سید مصطفیٰ کمال

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال د وفاقي حكومت د دې عزم پخلے كړے دے چې په پاكستان كښې د روغتيا نظام ښه كولو له د روغتيا بنيادي مركزونو مضبوطولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پرائمري هيلتھ كيئر سره اړوندې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت ته معلومه ده چې په هېواد كښې د …

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سید مصطفیٰ کمال د وفاقي حكومت د دې عزم پخلے كړے دے چې په پاكستان كښې د روغتيا نظام ښه كولو له د روغتيا بنيادي مركزونو مضبوطولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پرائمري هيلتھ كيئر سره اړوندې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت ته معلومه ده چې په هېواد كښې د روغتيا نظام هغسې كار نه كوي لكه څنګه چې كول پكار دے۔ په خاص توګه د روغتيا په بنيادي مركزونو كښې د آسانيو د نشت له امله اولس نېغ په نېغه لويو سيمه ايزو روغتونونو ته ځي چې ورسره هغه ادارې د غېر ضروري فشار سره مخ كيږي۔ ده ووئيل دغه روغتونونو ته تلونكې 70 فيصده هغه رنځوران وي د كومو درملنې چې په بنيادي كچه ممكنې وې۔ د دې صورتحال ذمه وار اولس نه بلكې په نظام كښې موجوده هغه خلا ده د كومې ډكولو له چې حكومت عملي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت په 10 بنیادی مرکزونو كښې د ټېلی میډيسن پائلټ منصوبه پیل كړې ده په كومو كښی چې 6 په اسلام آباد او 4 په كراچۍ كښې عملي كړې شوي دي۔ ده ووئيل په يوه موقع لرې پرتې سيمې سره د تعلق لرونكې ناروغه مېرمنې معائنه په قطر (دوحه) كښې ناستې يوې مېرمن ډاكټر آن لائن وكړه كومه چې د دې نظام د فعاليت عملي ثبوت دے۔ د روغتيا وزير ووئيل د پاكستان آبادي نزدې 24 کروړه ده او هر كال 61 لکه 90 زره ماشومان پېدا كيږي٬ دې ماشومانو ته د حكومت لخوا 13 بېل قسمه وېكسين وركولې شي او ددې باوجود 4 لكه څخه زيات كوچنيان زیرو ډوز کېټېګری كښې شامل دي كومه چې د اندېښنې وړ خبره ده۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت به د روغتيا بنيادي مركزونو نظام ښه كولو ٬ مؤثر وېكسي نېشن ٬ د مور او بچي د صحت تحفظ او د عصري ټېكنالوجۍ كارولو د لارې د روغتيا څانګې ښه كولو له اصلاحات كوي۔