اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي په فلسطيني سيمو كښې د اسرائیل د پراختیا خوښو اقدامات او عزائم څخه بې خبره نه يو٫ د اسرائيل په حواله د پاكستان موقف هم ھغه دے كوم چې د وړومبۍ ورځې څخه ٶ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اسامه حمزه د اعتراض د نكتې وضاحت كښې اعظم …
په فلسطين سيمو كښې د اسرائیل د پراختیا خوښو اقدامات او عزائم څخه بې خبره نه يو۔ د قانون وزير اعظم نذير تارړ په قامي اسمبلۍ كښې څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي په فلسطيني سيمو كښې د اسرائیل د پراختیا خوښو اقدامات او عزائم څخه بې خبره نه يو٫ د اسرائيل په حواله د پاكستان موقف هم ھغه دے كوم چې د وړومبۍ ورځې څخه ٶ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اسامه حمزه د اعتراض د نكتې وضاحت كښې اعظم نذير تارړ ووئيل په فلسطيني سيمو كښې د اسرائیل د پراختیا خوښو اقداماتو او عزائم څخه بې خبره نه يو٬ د مغربي غاړې په اړه د اسرائيل د عزائمو او اقدامات بشپړ ځواب وركړے شوے او وركوٶ به، د فرورۍ په 9مه نيټه د پاكستان پشمول د 9 اسلامي هېوادونو د خارجه وزيرانو مشتركه بيان هم جاري شوے دے ٬ په دې بيان كښې د پاکستان، مصر، اردن، متحده عرب امارات، انډونيزيا، ترکيه، سعودي عرب او د قطر خارجه وزيرانو د اسرائيل د ھغه غېر قانوني پرېكړو او اقدامات سخته غندنه كړې ده كوم چې په مقبوضه لويديزه غاړه كښې د اسرائيل غېر قانوني خپلواكي مسلط كولو ٬ د آبادكارۍ هڅې مضبوطولو او نوې قانوني او انتظامي حقيقت نافذ كولو لپاره كېږي ۔ خارجه وزيرانو د دې امر پخلے كړے چې اسرائيل ته په مقبوضه فلسطين سيمو كښې هېڅ ډول خپلواكي ترلاسه نه ده۔ خارجه وزيرانو دا غېر قانوني اقدامات په بشپړه توګه مسترد كولو سره وئيلي دي دا د نړيوال قانون بېخي خلاف ورزي ده٬ دوه رياستي حل ته زيان رسوي او د ا د فلسطين اولس په ناقابل تنسيخ حل بريد دے د كوم له مخئ چې دوي د څلورم جون كال 1967 د پولو په بنياد مقبوضه القدس پايه تخت جوړول٬ د خپل آزاد او خپلواكه رياست جوړولو حقدار دي۔ ده ووئيل په بيان كښې د دې خبرې توثيق شوے دے چې په مقبوضه لويديز غاړه كښې كېدونكې دا ټول غېر قانوني اقدامات کالعدم او باطل دي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو په خاص توګه د قرارداد 2334 واضح خلاف ورزي ده كوم چې په كال 1967 راهسې د فلسطين د مقبوضه سيمو پشمول د ختيز بيت المقدس آبادياتي ساخت، کردار او حيثيت بدلولو لپاره د شوو ټولو اسرائيلي اقدامات غندنه كوي٬ خارجه وزيرانو په كال 2024 كښې د انصاف د نړيوال عدالت د مشاورتي رائے حواله هم وركړه چې پكښې په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د اسرائيل د پاليسو او طرز عمل او د هغوي مسلسل موجودګي غېر قانوني ګرځولې شوې٬ د اسرائيلي قبضې د خاتمې په ضرورت زور راوړلے شوے او د مقبوضه فلسطين زمكو الحاق كالعدم ګرځولے شوے۔ خارجه وزيرانو د نړيوالې ورورولۍ څخه د مطالبې پخلے وكړو چې ھغوي خپلې قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ ترسره كړي او اسرائيل په مقبوضه غاړه كښې د خطرناك تاٶ تريخوالي زياتوالي او چارواكي د پاروٶنكو بيانونو په بندولو مجبور كړي۔ د قانون وزير ووئيل د اسرائيل په حواله د پاكستان دريځ هم ھغه دے كوم چې د وړومبۍ ورځې نه ٶ، د اسرائيل وجود پاكستان نه دې تسليم كړے٬ د پاكستان حكومت به خپلې ذمه وارۍ تر سره كوي








