اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او د كمبوډيا د تجارت وزير چام نيمول د زيارت په ورځ د نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ ټېکنالوجی (نسټ) او د نېشنل سائنس اېنډ ټېکنالوجی پارک (اېن اېس ټی پی) دوره وكړه دغسې چې په ټېكنالوجۍ ٬ اختراعي تحقيق او روغتيا كښې د دوه اړخيزه مرستې مضبوطولو لارې ولټولې شي۔ پلاوي ته ایئر مارشل (ر)رضوان او د نسټ …
د وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا د تجارت وزير چام نيمول د نسټ او نيشنل سائنس اينډ ټيكنالوجي پارك دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او د كمبوډيا د تجارت وزير چام نيمول د زيارت په ورځ د نېشنل یونیورسټی آف سائنسز اېنډ ټېکنالوجی (نسټ) او د نېشنل سائنس اېنډ ټېکنالوجی پارک (اېن اېس ټی پی) دوره وكړه دغسې چې په ټېكنالوجۍ ٬ اختراعي تحقيق او روغتيا كښې د دوه اړخيزه مرستې مضبوطولو لارې ولټولې شي۔ پلاوي ته ایئر مارشل (ر)رضوان او د نسټ سینئر انتظامیې هركلے اووې۔ د اېن اېس ټی پی او ټېکنو پارک دورې په مهال پلاوي ته د مصنوعي زيركتيا ٬ سیمی کنډکټر ډیزائن، سمارټ سټی ټېکنالوجیز، روبوټکس، اېرو سپېس انجینئرنګ، بائیو ټېکنالوجي او ډیجیټل انفراسټرکچر منصوبو په اړه تفصيلي پرېزنټېشن وركړے شو۔ وفاقي وزیر جام کمال خان د نسټ په ټېكنالوجۍ كښې د جدت او د پاكستان علمي معيشت مضبوطولو كښې د ادارې د كردار ستائنه وكړه۔۔ ده ووئېل پاكستان له به نه يوازي د يو تجارتي هېواد بلكې د ټېكنالوجۍ پېدا كونكي او برآمد كونكې معيشت په توګه هم خپل كردار ترسره كول وي۔ د کمبوډیا د تجارت وزير چام نیمول د پاکستان د سټرکچرډ انووېشن ماډل ستائنه وكړه۔ د کمبوډیا وزیر ډیجیٹل انفراسټرکچر، ریسرچ اېکسچېنج او د ټېكنالوجۍ په منتقلۍ كښې مرستې ته پرختيا وركولو كښې خوښي ښكاره كولو سره پاكستان سره اقتصادي اړيكو مضبوطولو له د خېل هېواد د عزم پخلے وكړو۔ د دورې په مهال دواړو وزيرانو د جدت، تحقیقي همكارۍ او د نجي څانګې شموليت د لارې د پاكستان – كمبوډيا اړيكو لا مضبوطولو له د خپل شريك عزم پخلے وكړو كوم چې په اقتصادي سفارتكارۍ كښې د زياتېدونكي رفتار عكاسي كوي








