ملګري ملتونه ۔ 12فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې به د اعلی كچې پارليماني پلاوې په ملګرو ملتونو كښې كېدونكي كلن پارليماني سماعت كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوې به په 12 او 13 فرورۍ د دوه ورځنۍ غونډې په مهال په يو شمېر مهمو ناستو كښې ګډون كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن به …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې د اعلی پارليماني پلاوي د ملګرو ملتونو په كلن پارليماني سماعت كښې ګډون

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔ 12فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې به د اعلی كچې پارليماني پلاوې په ملګرو ملتونو كښې كېدونكي كلن پارليماني سماعت كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې پلاوې به په 12 او 13 فرورۍ د دوه ورځنۍ غونډې په مهال په يو شمېر مهمو ناستو كښې ګډون كوي۔ د سېنېټ چيئرمېن به د كلن سماعت په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر او د بېن الپارليماني اتحاد صدر سره هم ملاقات كوي۔ په پارليماني پلاوي كښې سېنېټر فاروق اېچ نائیک، سېنېټر عبد القادر او سېنېټر سید فېصل علي سبزواري شامل دي۔ كلن آئی پی یو پارلیمانی سماعت 2026ء يو د اعلی كچې نړيوال فورم دے كوم چې د بېن الپارلیمانی اتحاد (آئی پی یو) او د ملګرو ملتونو اشتراك سره تابيا كېږي په كوم كښې چی د ګردې نړۍ پارليماني غړي ٬ د ملګرو ملتونو اعلی چارواكي ٬ سفارتكار ٬ پوهان او د سول سوسائټۍ استازي ګډون كوي۔ دا كلن سماعت به 12 څخه تر 13 فرورۍ 2026 په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو په هېډكوارټرز كښې كيږي۔ دا كلن پارليماني سماعت د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د يو پخواني مېنډېټ لاندې كيږي








