اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د بحرېن همڅنګ راشد بن الخليفه ټېلېفوني تماس ونيولو په كوم كښې چې هغه د اسلام آباد په جومات كښې د شوې ځانمرګې چاؤدنې په سختو ټكو غندنه وكړه۔ د بحرېن وزیر په چاؤدنه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره غمجنيو كورنيو او نور ځپليو شوو سره د زړه …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د بحرين خپل همڅنګ راشد بن الخليفه ټيليفوني تماس ٬ اسلام آباد كښې په جومات د ځانمرګې چاؤدنې غندنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د بحرېن همڅنګ راشد بن الخليفه ټېلېفوني تماس ونيولو په كوم كښې چې هغه د اسلام آباد په جومات كښې د شوې ځانمرګې چاؤدنې په سختو ټكو غندنه وكړه۔ د بحرېن وزیر په چاؤدنه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د ژور غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره غمجنيو كورنيو او نور ځپليو شوو سره د زړه له كومي خواخوږي ښكاره كړه۔ د هغه وېنا وه چې په جومات بريد يوازې په پاكستان نه بلكې په انسانيت بريد دے٬ بحرين د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي او په دې سخت وخت كښې پاكستان سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان سترې قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د يووالي په پېغام د خپل بحرېني همڅنګ مننې كولو سره ووئيل بحرېن د هر ازمېښت په هر يو وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان نړۍ خوندي كولو له بلها قربانۍ وركړې دي٬ اوس وخت راغلے دے چی نړيواله ورورولي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان سره اوږه په اوږه اودرېږي۔ محسن نقوی په نړيواله كچه د ترهګرۍ نوغې ويستلو له د پرله پسې او مؤثره اقدامات په حاجت زور هم راوړو








