اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز د هر ډول انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ ٬ كركې او متشدد نظرياتو په ضد بشپړ قوت سره د ستړو روانو ساتلو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاکستان له څو لسيزو څخه د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد ځانګړې قربانۍ وركوي ٬ نړيوالې ورورولۍ له به د پخوانو شخړو عادلانه او سوليز حل لټول وي۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ له …
پاكستان د هر ډول انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ ٬ كركې او متشدد نظرياتو په ضد بشپړ قوت سره د ستړو جاري ساتلو عزم لري٬ نړيوالې ورورولۍ له به د پخوانو شخړو عادلانه او سوليز حل لټول وي: وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز د هر ډول انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ ٬ كركې او متشدد نظرياتو په ضد بشپړ قوت سره د ستړو روانو ساتلو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې پاکستان له څو لسيزو څخه د ترهګرۍ او انتها خوښۍ په ضد ځانګړې قربانۍ وركوي ٬ نړيوالې ورورولۍ له به د پخوانو شخړو عادلانه او سوليز حل لټول وي۔ د پي اېم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم شهباز شريف ددې خيالاتو څرګندونه په تشدد د اډانه لرونكې انتها خوښۍ مخنيوي نړيوالې ورځې (12فروری) په موقع خپل پېغام كښې وكړه۔ وزیراعظم شهباز شريف شريف ووئيل په تشدد د اډانه انتها خوښۍ مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع پاكستان ددې عزم پخلے كوي چې د هر ډول انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ او د كركې خپرونكو نظرياتو په ضد به ستړې بشپړ قوت سره روانې ساتلې شي۔ ده ووئيل د انتها خوښۍ او تشدد نظريات نه يوازې دا چې د ټولنو امن او استحكام ته زيان رسوي بلكې دا د انسانيت ٬ زغم ٬ روادارۍ او دوه اړخيزه احترام په څير بنيادي انساني اقدار هم كمزورې كوي۔ پاكستان په تېرو څو لسيزو كښې د ترهګرۍ او متشددې انتها خوښۍ په ضد ځانګړې قربانۍ وركړې دي۔ زمونږ د مېړنو امنيتي اهلكارو او وګرو قربانۍ زمونږ د قومي عزم روښانه مثال او د وياړ دي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل چې اسلام امن خوښوونكې دين دے كوم چې د اعتدال ٬ زغم ٬ مكالمې او بشري د ځان د احترام درس وركوي۔ مونږ له به ځوان كول ته تعليم ٬ موقعې او مثبت سوچ وركولو سره هغوي انتها خوښي نظريو څخه بچ كول وي۔ وزيراعظم سماجي انصاف ٬ ټولنيز شموليت او بېن المذاهب هم آهنګي د تلپاتي امن بنياد ګرځولو سره ووئيل چې پاكستان په دې خبره زور راوړي چې په نړۍ كښې روان ظلم ٬ د اوږدې مودې شخړې او د بشري حقونو خلاف ورزۍ انتها خوښي او تشدد پېدا كوي۔ په نړيواله منظر نامه كښې د اوږدې مودې حل طلب شخړې ٬ چې په كښې په كشميري او فلسطيني اولس روان رياستي ظلم او زياتې شامل دے ٬ د انتها خوښې رويو عكاسي كوي۔ پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړي چې هغه دې د دې پخوانو شخړو عادلانه او سولييز حل له مؤثر ګامونه پورته كړي۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل پاكستان به نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د شريكې تګلارې ٬ مرستې او همكارۍ دلارې د متشددې انتها خوښۍ ختمولو او يو عادلانه او سولييز نړيوال نظام په ځاې كولو له خپل كردار ترسره كوي٬ راځۍ چې په ننۍ ورځ مونږ ټول په ګډه د يوې سوليزې ٬ خوندي او هم آهنګې ټولنې جوړولو لوظ وكړو۔








