د صدر مملكت آصف علي زرداري بنګله ديش لپاره د قومي ټاكنو په موقع د نيكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د بنګله دېش حكومت او اولس لپاره د قومي ټولټاكنو په موقع د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده چرته چې نن 127 ملین څخه زيات رايې كاروونكي د قومي پارليمان 300 چوكو لپاره د خپلو نمائندګانو ټاكلو په عمل كښې برخه اخلي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت …

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د بنګله دېش حكومت او اولس لپاره د قومي ټولټاكنو په موقع د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده چرته چې نن 127 ملین څخه زيات رايې كاروونكي د قومي پارليمان 300 چوكو لپاره د خپلو نمائندګانو ټاكلو په عمل كښې برخه اخلي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې د ټاكنو عمل به جمهوري ادارې لا مضبوطې كړي او په بنګله دېش كښې امن ٬ استحكام او پرله پسې پرمختګ ته وده وركولو كښې به مرستيال ثابت شي۔ صدر مملکت د بنګله دېش اولس او د هغوي جمهوري هيلو لپاره د پاكستان لخوا د نېكو هيلو او ملاتړ پخلے وكړو۔