اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان او ايران د ګاونډي هېوادونو په حېث د پولو انتظام٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او خپلې شريكې پولې د مرستې٬قانوني تجارت او د پرمختګ په زون د بدلولو عزم لري٬پاكستان په نړيواله كچه متوازن اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د تحمل٬خبرو اترو او سيمه ايز امن ودې لپاره رغنده كردار ادا كولو له چمتو …
پاكستان او ايران د ګاونډي هېوادونو په حېث د پولو انتظام٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او خپلې شريكې پولې د مرستې٬قانوني تجارت او د پرمختګ په زون د بدلولو عزم لري۔ د صدر مملكت آصف علي زرداري د ايران قامي ورځ په موقع راجوړې استقباليې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي پاكستان او ايران د ګاونډي هېوادونو په حېث د پولو انتظام٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي او خپلې شريكې پولې د مرستې٬قانوني تجارت او د پرمختګ په زون د بدلولو عزم لري٬پاكستان په نړيواله كچه متوازن اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د تحمل٬خبرو اترو او سيمه ايز امن ودې لپاره رغنده كردار ادا كولو له چمتو دے۔د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د ايران قامي ورځې په موقع د ايران سفارتخانې لخوا راجوړ كړې استقباليې ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔په دستوره كښې وفاقي وزيران٬د خېبرپښتونخوا ګورنر او د ګلګت بلتستان نه علاوه په پاكستان كښې متعين غېر ملكي سفيرانو٬پارليمنټرينز٬د ژوند بيلو څانګو سره تعلق لرونكو مهمو شخصيات او خبريالانو ګډون كولو۔صدر مملكت ووئيل د پاكستان اولس او حكومت لخوا د ايران اولس سره په د دې قامي ورځ په دستوره كښې شاملېدل زما لپاره د اعزاز سبب دے۔ده ووئيل پاكستان او ايران نه يوازې ګاونډي بلكې تهذيبي شراكتدار دي٬زمونږ شريكې پولې په لسيزو د محيط اړيكو ٬شريكې بقا او شريك احترام عكاسي كوي٬زمونږ اړيكې د عقيدې٬تاريخ او پائيدار كلتور په خپلولۍ تړلې شوې دي كومې چې نن هم زمونږ منطقې جوړولو كښې مهم كردار ادا كوي۔صدر ووئيل فارسي ژبه او د دې عظيم ادبي روايت د پاكستان په فكري ژوند ژور اثرات مرتب كړي٬فارسي تر لسيزو د دې پراخه سيمو سركاري ژبه پاتې شوه كومې چې نن هم د پاكستان برخې دي٬د دې اثر زمونږ په قامي شعور ډېر ژور دے٬ ده ووئېل د پاكستان قامي ترانه پخپله زمونږ په اجتماعي شناخت د فارسي ژبې ژور نقوش ظاهروي۔صدر مملكت په دې موقع د ايران قيادت او اولس ته مباركي وركولو سره ووئېل زمونږ شراكتداري به نوره هم وده مومي او زمونږ منطقه به د سلامتيا٬استحكام او شريكې خوشحالۍ پلو روانه شي۔د دې څخه وړاندې د دستورې په پېل د پاكستان او ايران قامي سردونه وغږولې شول۔د دې څخه وړاندې دستوره كښې په اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ اوسنو پیښو كښې شهيدو شوو ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره د يوې دقيقې خاموشي اختيار كړی شوه٬د دې څخه وړاندې په دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري نورو مېلمنو سره د ايران قامي ورځې په مناسبت سره كيك پرې كړو۔د ايران قامي ورځې په موقع راجوړې كړی استقباليې ته په باكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مقدم هم وينا وكړه








