د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير د سعودي كمپنۍ كيان پلاوي هركلے وكړو٬دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ مرستې لا مستحكمولو په ضرورت زور ر

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د سرمايه كارۍ بورډ (بي او آئي)وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د سعودي عرب كمپنۍ كيان پلاوي د پاكستان دورې په موقع هركلے وكړو۔پلاوي د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وزارت تر سيوري لاندې راجوړ كړي "انډس اے آئي ويك"كښې ګډون وكړو۔وفاقي وزير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اوږد مهاله اړيكې رامخې ته كولو سره دج دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ …

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د سرمايه كارۍ بورډ (بي او آئي)وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د سعودي عرب كمپنۍ كيان پلاوي د پاكستان دورې په موقع هركلے وكړو۔پلاوي د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وزارت تر سيوري لاندې راجوړ كړي “انډس اے آئي ويك”كښې ګډون وكړو۔وفاقي وزير د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه اوږد مهاله اړيكې رامخې ته كولو سره دج دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ مرستې لا مستحكمولو په ضرورت زور راوړو۔كيان پلاوي پاكستان كښې د توان٬كان كني٬انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬كركيلې او لائيو سټاك په څانګو كښې سرمايه كارۍ موقعو لټولو كښې خوښي څرګنده كړه۔پلاوي د بيلو ممكنه پروژو لپاره د يوې منصوبې په سر لږ تر لږه د 200 ملين امريكائي ډالرو متوقع سرمايه كارۍ تجاويز وړاندې كړو او د نورو سعودي سرمايه كارو پاكستان ته په راوستلو كښې يې خوښي ولرله۔د بورډ آف انويسټمنټ په كردار رڼا اچولو سره وفاقي وزير ووئيل بي او آئي پاليسي معاونت او اداره جاتي هم آهنګۍ د لارې سرمايه كارو ته فعاله آسانۍ وركوي۔وفاقي وزير پلاوي ته باور وركړو چې بورډ آف انويسټمنټ بشپړه آسانۍ او معاونت وركوي كومو كښې چې كاروباري ورورولۍ سره د ملاقاتونو اهتمام او سپېشل اكنامك زونز(ايس اي زيز)دورې شاملې دي۔ده ووئيل چ د وزيراعظم محمد شهبازشريف په مشرۍ كښې حكومت كاروباري ماحول ښه كولو او د سرمايه كارو په اعتماد كښې اضافې لپاره جامع او موثر ريګوليټري اصلاحات عملي كړې دې۔وفاقي وزير د سعودي سرمايه كارۍ وزير اوسنۍ د پاكستان دورې حواله وركولو سره ووئېل دواړه هېوادونه په ګډه د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې نوې موقعې راپیدا كوي۔