د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا د تجارت وزير په شريكه مشرۍ كښې د پاكستان-كمبوډيا جوائنټ ټريډ كمېټۍ دوهمه غونډه٬ په شريك بيان او د دواړو هېوادونو تجارتي پرمختګ تنظيمونو ترمينځه په لوظ نامه لاس ليك

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا تجارت وزير چام نيمول د شورو په ورځ پاكستان-كمبوډيا جوائنټ ټريډ كمېټۍ(جے ټي سي)دوهمې غونډې شريكه مشري وكړه۔په غونډه كښې په رسمي توګه ايجنډا منظور كړې شوه ٬سينئر افسرانو د غونډې نتيجو جاج واخست او په شريك بيان يې لاس ليك او دواړو هېوادونو تجارتي پرمختګ تنظيمونو(ټي پي اوز)ترمينځه په لوظ نامه يې لاس ليك …

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا تجارت وزير چام نيمول د شورو په ورځ پاكستان-كمبوډيا جوائنټ ټريډ كمېټۍ(جے ټي سي)دوهمې غونډې شريكه مشري وكړه۔په غونډه كښې په رسمي توګه ايجنډا منظور كړې شوه ٬سينئر افسرانو د غونډې نتيجو جاج واخست او په شريك بيان يې لاس ليك او دواړو هېوادونو تجارتي پرمختګ تنظيمونو(ټي پي اوز)ترمينځه په لوظ نامه يې لاس ليك وكړو۔غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل چ جوائنټ ټريډ كمېټي د پېشرفت جاج اخستو٬ د چېلنجونو مخ نيوي او د مرستې نوې لارې لټولو لپاره يو منظم او موثر پليټ فارم په توګه كار كوي۔ده دوه اړخيزه تجارت كښې د ډاډګيرنې او پرمختګ ذكر وكړو او تر ماركيټ رسنې ٬سرمايه كارۍ او د څاڼكو به مرسته كښې د ښكاره غېر استعمال شوے صلاحيت يې رامخې ته كړو۔د تجارت وفاقي وزير د پاكستان لخوا په ترجيحي تجارتي لوظ نامه(پي ټي اے)خبرې مخ په وړاندې د بوتللو د عزم تصديق وكړو ٬ دغسې چې تر ماركيټ رسنه ښه كړې شي او تجارتي څانګو كښې تنوع پېدا كړی شي۔په غونډه كښې په 21 م جنوري 2025 نوم پنه كښې د شوې وړومبې جے ټي سي غونډې د پېشرفت هم جاج واخستلے شو ۔جام كمال خان د پاكستانو وريژو٬فارماسيوټيكل٬ټيكسټائل او زرعي مصنوعات كښې برآمدي صلاحيت رامخې ته كړو او د كمبوډيا كاجو٬څپلو او د ربړ منصوعات له د موقعو په لټون يې رڼا واچوله۔په غونډه كښې د سرمايه كارۍ په اړه د پاكستان بورډ آف انويسټمنټ د توان٬آئي ټي ٬سېلګرۍ او انفراسټركچر كښې موجوده موقعې رامخې ته كړی او د كمبوډيا خپل نوې انويسټمنټ قانون او خاص اقتصادي زونز(ايس اي زيز)ګټې يې بيان كړې او كمبوډيا يې د پاكستانو ادارو لپاره د يو سټريټجك پیداواري مركز په توګه وړاندې كړو كومې چې تر آسيان ماركيټونو رسنه غواړي۔ډلو بيلو څانګو كښې مرستې مخ په وړاندې بوتللو ته هم اتفاق وكړے شو چې پكښې د كركيلې٬تكنيكي وركنګ ګروپ جژرول ٬ايئر سروسز ايګريمنټ٬زيانو ټيكسونو څخه بچ كېدل مجوزه مفاهمتي يادښتونو د لارې د صحت مرسته٬معيارات او د مطابقت جائزه٬ مالياتي څانګه كښې د مرستې٬ډيجيټل ټرانسفارمېشن٬منصوعي زيركتيا او سائبر سكيورټي كښې د مرستې٬ محنت او د پيشه وره تربيې تبادلې شاملې دي۔جے ټي سي غونډې ته خطاب كښې د كمبوډيا تجارت وزير د پاكستان په ښه مېملستيا مننه وكړه او د تكنيكي ډلو او سينئر چارواكو محنت يې وستائېلو۔ده د كمبوډيا حكومت لخوا د منظم او نتيجې وړ اقتصادي مرستې د عزم تصديق وكړو او د پاكستان په كال 2027 كښې د دريمې جے ټي سي غونډې لپاره يې د كمبوډيا لخوا هركلے وكړو ۔۔د غونډې اختتام د شريك چيئرز په شريك بيان لاس ليك سره وشو د دې نه پس د پاكستان او كمبوډيا تجارتي پرمختګ تنظيمونو ترمينځه په لوظ نامه لاس ليك وشو٬ كوم چې د معلومات تبادلې٬كاروباري نيټ وركنګ او تجارتي ودې اقدامات ته ودې وركولو پلو يو ګام دے