اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاکټر راغب حسین نعیمی وئيلي دي ماریشس كښې د پاكستان هائي كمېشن كاركردګي د ستائنې وړ ده٬ په پاكستان كښې د ماريشن تجارت بايد زيات شي٬ ديني تعليم لپاره دې د مارېشن زده كوؤنكو ته په ترجيحي بنيادونو وېزې جاري كړې شي٬ مارېشس سره د پاكستان اړيكې په يو شمېر بنيادونو اډانه دي٬ پاكستان څخه د يو شمېر څيزونو منډيانې …
په ماريشس كښې د پاكستان هائي كميشن كاركردګي د ستائنې وړ ده ٬ ديني زده كړو لپاره د ماريشس زده كوونكو ته دې وېزې جاري كړې شي: علامه ډاكټر راغب حسين نعيمي

مزید خبریں
اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاکټر راغب حسین نعیمی وئيلي دي ماریشس كښې د پاكستان هائي كمېشن كاركردګي د ستائنې وړ ده٬ په پاكستان كښې د ماريشن تجارت بايد زيات شي٬ ديني تعليم لپاره دې د مارېشن زده كوؤنكو ته په ترجيحي بنيادونو وېزې جاري كړې شي٬ مارېشس سره د پاكستان اړيكې په يو شمېر بنيادونو اډانه دي٬ پاكستان څخه د يو شمېر څيزونو منډيانې په مارېشس كښې جوړېدې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن علامه ډاكټر راغب حسین نعیمی په مارېشس كښې د پاكستان هائي كمشنر سید زاهد رضا په بلنه د هائي كمېشن دورې په مهال وكړه۔ په دې مهال د پاكستان هائي كمشنر د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن مننه وكړه۔ ده ووئيل دا هائي كمېشن نورو درېو افريقائي هېوادونو لپاره د وېزې جاري كولو اهتمام كوي۔ ډاكټر راغب حسېن نعیمی ووئيل په مارېشس كښې 25 څخه زياتو اسلامي سنټرو كښې د جامعه نعيميه فارغ التحصيل ځائي علماﺀ كرام خذمات ترسره كوي۔ په دې موقع دواړو لارښودو پاك ماريشن سفارتي اړيكو ته په ودې وركولو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه








