د قامي نصاب سمټ 2026 پرانسته ٬ د پاكستان نوې قامي نصاب ته د ودې وركولو په لور مهم پيشرفت

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وزارت تر سوري لاندې د نوې قامي نصاب په سرخط دوه ورځنے قامي سمټ په رسمي توګه پېل شو۔ د سمټ په اولنۍ ورځ پارليماني او د صوبائي اسمبليو معزز غړو ٬ د پوهنتنونو وائس چانسلرانو ، د صوبائی او علاقائي تعليم محكمې استازو ٬ پرمختيائي همكارانو ٬ د نصاب پوهانو او ګرد هېواد څخه تعليمي لارښودو ګډون وكړو۔ د …

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې وزارت تر سوري لاندې د نوې قامي نصاب په سرخط دوه ورځنے قامي سمټ په رسمي توګه پېل شو۔ د سمټ په اولنۍ ورځ پارليماني او د صوبائي اسمبليو معزز غړو ٬ د پوهنتنونو وائس چانسلرانو ، د صوبائی او علاقائي تعليم محكمې استازو ٬ پرمختيائي همكارانو ٬ د نصاب پوهانو او ګرد هېواد څخه تعليمي لارښودو ګډون وكړو۔ د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې سېكرټري ندیم محبوب د هر كلي خطبه وړاندې كړه۔ ده معزز مېلمنو ، د یونیسکو او یونېسیف استازو ته هركلے اووې۔ وروستو ډائرېکټر اېن سي سي ونګ د سمټ مقاصد وړاندې كړل۔ په سمټ كښې نړيوال بنك سره تعلق لرونكي نوموړي نړيوال كارپوهه الونسو سانچیز مهم خطاب وكړو او په نصابي اصلاحات او تدرېسي بدلونونو يۍ نړيوال نقطه نظر وړاندې كړو۔ ډاكټر خالد مقبول صدیقی په خپل خطاب كښې د موجوده دور غوښتنو له مخې د پاکستان په نصاب كښې د سمدستي او بشپړ بدلون په حاجت زور راوړو۔ وفاقی وزیر احسن اقبال په پاكستان كښې د تعليم او نصاب د ارتقاﺀ جاج واغست او په قامي پرمختګ كښې يۍ د دې په ستراتيجيكي اهميت رڼا واچوله