آرچ بشپ راولپنډی اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد د اسلام آباد په امام بارګاه كښې د ترسره شوې چاؤدنې غندنه

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) آرچ بشپ راولپنډی اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد د اسلام آباد په امام بارګاہ كښې د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي بې ګناه وګړي په نخښه كول د انسانيت ٬ مذهبي اقدارو او ټولنيزې همغږۍ په ضد ناوړه جرم دے۔ ډاكټر جوزف ارشد په چاؤدونه كښې ژوبل شوو سره د يووالي څرګندونې كولو سره د هغوي زر روغتيا له دعا او …

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) آرچ بشپ راولپنډی اسلام آباد ډاکټر جوزف ارشد د اسلام آباد په امام بارګاہ كښې د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي بې ګناه وګړي په نخښه كول د انسانيت ٬ مذهبي اقدارو او ټولنيزې همغږۍ په ضد ناوړه جرم دے۔ ډاكټر جوزف ارشد په چاؤدونه كښې ژوبل شوو سره د يووالي څرګندونې كولو سره د هغوي زر روغتيا له دعا او د شهيدو شوو كسانو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كړه۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مسېحي ورورولي د ځپليو كورنيو سره يو برابر ولاړه ده۔ آرچ بشپ ووئيل عبادت خانې په نخښه كول بېن المذاهب هم غږۍ او امن ته ودې وركولو له په روانو هڅو بريد دے كوم چې په هېڅ صورت قبلېدې نه شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې ترهګري كوم مذهب نه لري او داسې عناصر د ټولنې تقسيمولو سازش كوي۔ ده ټول قام ته غږ وكړو چې هغوي د صبر٬ اتحاد او دوه اړخيزه احترام څرګندونه وكړي او د كركې په ځاے امن او د زغم پېغام ته وده وركړي دغسې چې د پېښو لاره ونيولې شي