په هره څانګه كښې د تربيې پروګرام د وظيفائي صلاحيتونو ښه كولو مهمه ذريعه وي٬ موثر قيادت د تربيې، وژن او د پرله پسې زده كړې عمل څخه وده مومي۔ احسن اقبال

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په هره څانګه كښې د تربيې پروګرام د وظيفائي صلاحيتونو ښه كولو مهمه ذريعه وي٬ موثر قيادت د تربيې، وژن او د پرله پسې زده كړې عمل څخه وده مومي، زمونږ ټولنه نن هم د صلاحيت لرونكې او موثره لېډرشپ كمي سره مخ ده چې بنيادي سبب يې په تعليمي نظام كښې …

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په هره څانګه كښې د تربيې پروګرام د وظيفائي صلاحيتونو ښه كولو مهمه ذريعه وي٬ موثر قيادت د تربيې، وژن او د پرله پسې زده كړې عمل څخه وده مومي، زمونږ ټولنه نن هم د صلاحيت لرونكې او موثره لېډرشپ كمي سره مخ ده چې بنيادي سبب يې په تعليمي نظام كښې جامع او د موثر پاليسي سازۍ نشتوالے دے۔ وفاقي وزير دا خبره د پائيډ ليډر شپ ايکسيلنس ورکشاپ د درې ورځنۍ دستورې اختتامي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د كامياب ليډرشپ پېژندنه د مقصد او مشن سره د تړون نه كېږي۔ د وفاقي وزير له مخئ د کامياب ليډر صلاحيتونو كښې يوازې لس فيصده ټيکنيکل پوهه او نوي فيصد اولسي او سافټ سکلز شامل وي۔ ده ووئيل په كال 1835 كښې معارف كړے شوے د تعليم نوآبادياتي نظام ذهني غلامي پيدا كولو لپاره جوړ كړے شوے ٶ او د بده مرغه مونږ دغه نظام د بدلولو په ځاے ھغسې خپل كړے دے