په اے پي پي كښې مستقل كومه بهرتي نه ده شوې٬پيشه ور ضروريات ترسره كولو لپاره د تفويض اختيارات له مخې عارضي ملازم اخستل٬د بجټ او د منظور شوو چوكو تر مخه په خالص توګه عارضي بهرتي وه۔ د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په قامي اسبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد 11فروری (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي په اے پي پي كښې كومه مستقل بهرتي نه ده شوې٬پيشه ور ضروريات ترسره كولو لپاره د بوډ آف ډائرېكټرز لخوا د وركړو اختياراتو له مخې عارضي بهرتۍ شوي٬دا بهرتۍ د منظور شوو چوكو تر مخه شوې دي ۔ده د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د محمد …

اسلام آباد 11فروری (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي په اے پي پي كښې كومه مستقل بهرتي نه ده شوې٬پيشه ور ضروريات ترسره كولو لپاره د بوډ آف ډائرېكټرز لخوا د وركړو اختياراتو له مخې عارضي بهرتۍ شوي٬دا بهرتۍ د منظور شوو چوكو تر مخه شوې دي ۔ده د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د محمد رياض خان په پوښتنه د خيالاتو څرګندونه كوله۔ د وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وينا وه چې د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا د معزز غړو په پوښتنه تحريري ځواب وركړے شوے۔ده ووئيل د اے پي پي د بورډ آف ډائرېكټر پنځمه غونډه كښې د تفويض اختيارات له مخې په عارضي توګه بهرتۍ شوي كوم چې پيشه وره چارو چلولو لپاره وې۔د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا په تحريري توګه وئېلي شوي چې د آډيټر جنرل په رپورټ ګښې د مالي بې ضابطو٬ د فنډز غېر قانوني منتقلۍ او د 20 جعلي بهرتيو په ګوته كولو د اے پي پي انتظامي سمدستي او سپيځلې كاروائي باوري كړی۔د حقائق معلومولو كمېټۍ په سفارشات دا ټول معاملات پلټنو لپاره وفاقي ادارې(ايف آئي اے) ته سپارلي چرته چې د ايف آئي آر درج كېدو نه پس د ككړو كسانو په ضد پلټنې او د ريكوري عمل روان دے۔دا اقدامات په اداره كښې د مالي نظم و ضبط د بحالۍ او د احتساب عمل باوري كولو لپاره پورته كړے شوے ۔د وزارت په تحريري ځواب كښې دا هم وئېلي شوي چې تقررۍ په بشپړه توګه د بورډ آف ډائرېكټرز د تفويض كړي اختيارات او رائج ضوابط له مخې شوي ۔ادارې د مالي كفايت شعاري په ځاے ساتلو سره د قيمتي تكنيكي آلات تحفظ لپاره د پخواني پراجيكټ تربيه لرونكې عمله د سپيځلې امتحان او انټرويو د لارې په لږه تنخا او اسکیلز بيا تعينات كړې دې۔دا ټولې بهرتۍ د منظور شوي بجټ او افرادي قوت د حدود دننه شوې دغسې چې په قامي خزانه د كوم اضافي بار اچولو نه غېر د ادارې پيشه وره كاركردګۍ او مالي تسلسل په ځاے وساتلے شي۔آغا رفيع الله په ضمني پوښتنه كښې ووئېل په يو بل د تورونو لګولو څخه د عام اولس مسئلې حل كېدے نه شي٬مونږ له د اولس مسئلو ته پام لرنه كول دي۔د معزز غړو پوښتنې كه د پاكستان د اولس د تعمير او پرمختګ او خېرښېګړې په اړه وي نو نيغ په نيغه به يې ګټه اولس ته رسي۔عاليه كامران هم ضمني پوښتنه وكړه په دې د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا وركړے ځواب يو ځل بيا ولوستو۔