د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كاري او صنعتي مرسته لا قوي كولو لپاره غونډه

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا تجارت وزير چام نيمول په مشرۍ كښې د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كاري او صنعتي مرسته لا قوي كولو لپاره د پلاوي په كچه غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه۔غونډې ته د وينا كولو سره وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل دا دوره د پاكستان او كمبوډيا اقتصادي …

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان او د كمبوډيا تجارت وزير چام نيمول په مشرۍ كښې د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه دوه اړخيزه تجارت٬سرمايه كاري او صنعتي مرسته لا قوي كولو لپاره د پلاوي په كچه غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه۔غونډې ته د وينا كولو سره وفاقي وزير جام كمال خان ووئيل دا دوره د پاكستان او كمبوډيا اقتصادي اړيكو او پراخه آسيان فريم ورك ته داخلېدو له د اهميت وړ ده ۔وفاقي وزير ووئيل كمبوډيا چې كوم څيزونه د بهر هېوادونو څخه غواړي٬ پاكستان د داسې ټولو څيزونو د خام مال پراخه رينج وركولو بشپړ صلاحيت لري۔جام كمال خان ووئيل پاكستان د ګڼ شمېر نړيوال برانډز د اعلٰی معيار جامې٬خام مال او سپلائي چين متنوع جوړولو او لچك زياتولو كښې مرسته كوي۔د تجارت وزير ووئيل پاكستان د ګهرېلو ټيكسټائل دريم تر ټولو لوي نړيوال سپلائر دے كوم چې كمبوډيا ته د پاكستان څخه سورسنګ زياتولو ښكاره موقع وركوي۔دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې د ټيكسټائل ويليو چين كښې نزدې انضمام چې پكښې تار٬جامې٬پروسيسنګ٬ګنډل او ويليو ايډېشن شامل دي ٬سيمه ايزو او نړيوالو منډيانو كښې مسابقت زياتولې شي۔جام كمال ووئيل د ټيكسټائل څانګه په نړيوال ماركيټ كښې نزدې د 300 اربه امريكائي ډالرو برخه لري٬د دې نه علاوه د دوا سازۍ څانګه هم نړيوال ماركيټ كښې يوه لويه برخه لري۔جام كمال خان كمبوډيا ته د دوا سازۍ برآمدات زياتولو له د پاكستان خوښي څرګنده كړه او كمبوډين چارواكو او د پاكستان فارماسيوټيكل كمپنو ترمينځه د اوسنو خبرو اترو يې هركلے وكړو ۔ده ووئيل د ارزان او معياري صحت خيال ساتلو تر مصنوعات رسنه باوري كولو لپاره د رجسټرېشن او ريګوليټري طريقه كار اسانولو ضرورت دے۔د كمبوډيا لخوا ريګوليټري اتهارټيز او د اندسټري ايسوسي ايشن ترمينځه په تكنيكي كچه شموليت مخ په وړاندې بوتللو له خوښي ښكاره كړه۔په غونډه كښې خاص اقتصادي زونز(ايس اي زيز)او ايكسپورټ پروسيسنګ زونز د لارې د مرستې موقعو هم جاج واخستلے شو ٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سهولت كارۍ طريقه كار قوي كولو لپاره د پورته كړو اقداماتو څخه د كمبوډين چارواكي خبر كړے شول ۔دواړو ډلو د كمبوډيا پلاوي او د پاكستان ټيكسټائل انډسټري ترمينځه د ترسره شوو خبرو اترو هركلي كولو سره د صنعت نه د صنعت د شموليت په اهميت زور راوړو ۔وفاقي وزير جام كمال خان د زراعت٬فوډ پروسيسنګ٬ آئي سي ټي٬تعليم٬صحت خيال ساتلو٬سېلګرۍ او كلتوري صنعتونو كښې د پاكستان په صلاحيت رڼا واچوله۔د كمبوډيا تجارت وزير چام نيمول د پاكستان لخوا د ميلمستيا ستائنه وكړه او مربوط صنعتي او سپلائي چين مرستې د تجاويز يې هركلے وكړو۔ده د هېواد لپاره د خاص اقتصادي زونز٬ د حلال سرټيفيكيشن مرستې٬لاجسټك هب٬ټيكسټائل او فارماسيوټيكلز كښې شريكو پروژو كښې د خوښۍ په څرګندونه كولو په دې خبره زور راوړو چې په سباؤن كښې مرسته متوازن او په شريكه توګه ګټوره پكار ده۔ډلو دوه اړخيزه اقتصادي ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د بنيادي اداره جاتي طريقه كار په توګه د پاكستان-كمبوډيا جوائنټ ټريډ كمېټۍ(جے ټي سي)په كردار د اطمينان څرګندونه وكړه او د ترجيحي كاروائيو څانګو ته حتمي شكل وركولو لپاره يې د راتلونكې جے ټي سي په غونډه كښې په نورو خبرو اتفاق وكړو۔د ملاقات په اختتام دواړو وزيرانو اداره جاتي روابط قوي كولو٬تجارتي سفارت كارۍ زياتولو٬پائيدار او جامع انداز كښې دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ ته پراختيا وركولو لپاره د خپل شريك عزم پخلے وكړو ٬ د كوم مقصد چې د پاكستان-كمبوډيا اقتصادي مرستې صلاحيتونو ته وده وركول دي۔