پیښور ۔ 11 فروري (اے پي پي)د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئېلي دي نړۍ اومنله چې پاکستان په آسمانوں راج کونكے چیمپئن دے، هېواد وړاندې بوتللو لپاره به مونږ له میرټ خپلول وي، لیپ ټاپ خالص په میرټ وركړے كېږي ، ځوانان د پاکستان روښانه سباون دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د …
د خیبرپښتونخوا اولس اسلام آباد كښې او دغې نه وړاندې بلوچستان كښې د شوې ترهه ګرۍ سخته غندنه كوي، هېواد وړاندې بوتللو لپاره به مونږ له میرټ خپلول وي،وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام

مزید خبریں
پیښور ۔ 11 فروري (اے پي پي)د کشمیر، ګلګت بلتستان و سیفران چارو وفاقي وزير او د پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام وئېلي دي نړۍ اومنله چې پاکستان په آسمانوں راج کونكے چیمپئن دے، هېواد وړاندې بوتللو لپاره به مونږ له میرټ خپلول وي، لیپ ټاپ خالص په میرټ وركړے كېږي ، ځوانان د پاکستان روښانه سباون دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ خیبر میډیکل یونیورسټي كښې د وزیراعظم لیپ ټاپ سکیم تر مخه طلبه له د لیپ ټاپس وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خاص خطاب کښې كړه ۔وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام ووئېل په دې دستوره كښې موجود د خیبر میډیکل یونیورسټي وائس چانسلر هلال امتیاز ضیاء الحق زمونږ وياړ دے ، زه خوشحاله يم چې زه نن ستاسو تر مينځه موجود يم ۔ ده ووئېل ځوانان د پاكستان روښانه سباون دے ، لیپ ټاپ په میرټ وركړے كېږي ۔وفاقي وزیر ووئېل د لیپ ټاپ سکیم پېل د هغه وخت د پنجاب وزیراعلی شهباز شریف په 2011 كښې كړے ؤ ، چې كله وفاق كښې د وزیراعظم نوازشریف حکومت راغلو نو هغه په 2013 كښې ټول پاکستان لپاره دا سکیم پېل كړو او د ډېرې کامیابۍ سره روان ؤ خو د بده مرغه په 2018 كښې دا بند کړے شو او د څلورو كالو بندېدو نه پس په 2022 كښې وزیراعظم شهباز شریف دا پروګرام بيا بحال کړو ۔وفاقي وزیر ووئېل د وزیراعظم لیپ ټاپ سکیم خالص په میرټ چلېږي ، كه دا هېواد وړاندې بوتلل دي نو مونږ له به میرټ خپلول وي ، مزه په دې موقع د لیپ ټاپ تر لاسه كوونكو او د هغوي والدین ته داد وركول غواړم چې ستاسو بچو په میرټ د لیپ ټاپ تر لاسه كړو، دا اسکیم په سو فیصد میرټ اډانه دے ۔ ده طلبه ته ووئېل د دې هېواد سباون تاسو يې او تاسو له هم دا هېواد چلول دي ، ځكه مونږ ګڼو چې په ځوانانو سرمایه کاري د هېواد په سباون سرمایه کاري ده ۔ ده ووئېل مونږ د خیبرپښتونخوا اولس اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ او دغې نه وړاندې بلوچستان كښې د شوې ترهه ګرۍ سخته غندنه كوو ، زمونږ صوبه د ترهه ګرۍ ښکار پاتي ده ، د خیبر پښتونخوا اولس ته د امن د اهمیت اندازہ ده ، دلته د اے پي ایس پیښې یاد اوس هم تازه دے ،ځكه مونږ ټولو له به د امن لپاره کردار ادا کول وي ، چې امن وي نو تعلیم به هم تر لاسه كړو، روزګار به هم وي ، ځكه په امن كومه سمجھوته نه ده پكار ۔ ده ووئېل تېر كال مئئ كښې هند په پاکستان بريد وكړو خو د اللہ تعالیٰ په فضل و کرم د پاكستان دفاع په مضبوطو لاسو كښې ده ، د پاکستان بوځ د فیلډ مارشل او وزیراعظم شهباز شریف په قیادت كښې د خپل ځانه نه لس چنده لوي دښمن ته داسې ماتې وركړه چې د هغوي اولاد به هم ياد ساتي ، په هغه وخت په خلقو كښې داسې جذبه وليدلې شوه كومې چې د ليدلو سره تعلق لرو ، وفاقي وزير ووئېل ایم یو نه يوازې خیبر پښتونخوا بلکې د هېواد د طبي تعلیم په وده كښې مهم کردار ادا کوي ۔وفاقي وزیر باور وركړو چې وفاقي حکومت د تعلیمی ادارو د كار استعداد زياتولو او د پیښو مسائلو حل لپاره جدي ګامونه به اخلي ۔ده د پوهنتون په آنګن كښې يو بوټے هم نال كړو۔








