وزیراعظم شهباز شریف پاکستان ته په کامن ویلتھ ایکسس ټو جسټس انوویشن ایوارډ 2026 تر لاسه كېدو د قانون او انصاف وزارت له مباركي وركړه

اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دولت مشتركه د قانون وزيرانو په غونډه كښې پاکستان ته په کامن ویلتھ ایکسس ټو جسټس انوویشن ایوارډ 2026 تر لاسه كېدو د قانون او انصاف وزارت له مباركي وركولو سره وئيلي دي دا ایوارډ د پاکستان لخوا تر انصاف رسنه لا موثره كولو او قانوني څانګه كښې ډیجیټل جدت ته د ودې وركولو هلو ځلو لپاره په نړيواله كچه اعتراف …

اسلام آباد۔11فروری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د دولت مشتركه د قانون وزيرانو په غونډه كښې پاکستان ته په کامن ویلتھ ایکسس ټو جسټس انوویشن ایوارډ 2026 تر لاسه كېدو د قانون او انصاف وزارت له مباركي وركولو سره وئيلي دي دا ایوارډ د پاکستان لخوا تر انصاف رسنه لا موثره كولو او قانوني څانګه كښې ډیجیټل جدت ته د ودې وركولو هلو ځلو لپاره په نړيواله كچه اعتراف دے۔ د شورو په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزیراعظم د قانون وفاقي وزیر سینیټر اعظم نذیر تارړ او وفاقي سیکرټري راجه نعیم اکبر په قیادت كښې انصاف ته د رسنې په اړه د ډیجیټل اصلاحات او انقلابي اقدامات ستائنې كولو سره ووئيل دا كاميابي د اعظم نذیر تارړ په مشرۍ كښې د ده د ډلې د غېر معمولي هلو ځلو نتيجه ده۔ ده ووئيل د دې نوعيت كاميابۍ د پاكستان نړيواله عزت زياتوي او د اولسي ادارو په جديد ډول اصلاح او بهترۍ لپاره د حکومت د عزم عکاسي كوي، د دولت مشترکه ټولو 65 واړو غړو هېوادونو د پلاويو په موجودګۍ كښې دا اعزاز پاکستان لپاره په نړيواله كچه ده ځانګړې كاميابي ده۔