د اوسنو اقداماتو مقصد اسلام آباد د ونو بوټو نه خالي كول نه بلكې د پولن الرجي په څېر په سنګينه مسئله قابو موندل دي۔ ډاکټر مختار احمد بھرتھ

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د قامي روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د اوسنيو اقدامات مقصد اسلام آباد د ونو بوټو نه خالي كول نه بلكې د پولن الرجي په څېر په سنګين مسئله قابو موندل دي او ښار يو متوازن ماحولياتي نظام پلو بوتلل دي۔ ده دا خبره په اسلام آباد كښې د شجركارۍ كمپائن په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ …

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د قامي روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي د اوسنيو اقدامات مقصد اسلام آباد د ونو بوټو نه خالي كول نه بلكې د پولن الرجي په څېر په سنګين مسئله قابو موندل دي او ښار يو متوازن ماحولياتي نظام پلو بوتلل دي۔ ده دا خبره په اسلام آباد كښې د شجركارۍ كمپائن په اړه دستورې ته خپلې وېنا كښې كړې۔ ده د سي ډي اے چيئرمېن ته پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د شجركارۍ كمپائن تسلسل او د سباٶن ټولو كمپائنونو كښې د مرستې بشپړ باور وركړر۔ ده ووئيل د روغتيا څانګې او د سي ډي اے د مشتركه هلو ځلو په سبب په ابتدائي پړاٶ كښې نزدې د 28 نه تر 29 زره ونې لرې كړې شوي او دې سره په پولن كاٶنټ كښې ښكاره كمے رېكارډ شوے دے٬ ده ووئېل د دې اقدام بنيادي مقصد وګړي د پولن الرجي څخه ساتل دي ٬ د شجرکارۍ د وخت په حواله د كېدونكي تنقيد وضاحت كولو سره ده ووئيل نال كړې شوې ونې د مناسب عمر او قد دي دغسې چې د دې خصمانه په ښه ډول وكړې شي۔ ډاکټر مختار احمد بھرتھ ووئيل د اوسنيو اقدامات مقصد اسلام آباد د ونو بوټو نه خالي كول نه بلكې د پولن الرجي په څېر په سنګين مسئله قابو موندل دي۔