اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نيپرا لخوا د سولر په اړه د نوې ريګوليشنز د اجراء په سمدستي توګه نوټس اغستو سره پاور ډويژن ته امر وكړو چې د موجوده سولر صارفين د کنټريکټ تحفظ په حواله په سمدستي توګه د نظر ثانۍ اپيل دائر كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم …
وزيراعظم شهباز شريف د موجوده سولر صارفين د كنټرېكټ تحفظ په حواله په سمدستي توګه د نظر ثانۍ اپيل دائرولو امر وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د نيپرا لخوا د سولر په اړه د نوې ريګوليشنز د اجراء په سمدستي توګه نوټس اغستو سره پاور ډويژن ته امر وكړو چې د موجوده سولر صارفين د کنټريکټ تحفظ په حواله په سمدستي توګه د نظر ثانۍ اپيل دائر كړي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د نيپرا لخوا د نوي ريګوليشنز اجراء په اړه خاص غونډه وشوه چې پكښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، علي پروېز ملک، سردار اويس احمد خان لغاري، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د نجكارۍ خاص سلاحكار محمد علي او اړوند لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پاور ډويژن دې د نيپرا د موجوه سولر صارفين کنټريکټ د تحفظ په حواله په سمدستي توګه د نظر ثانۍ اپيل دائر كړي دغسې چې د موجوده کنټريکټس هر ډول ممكنه تحفظ باوري كړے شي ۔ وزيراعظم ووئيل د 4 لكه 66 زره سولر صارفين بار دې په 3 کروړ 76 لکه نه په زياتو د نېشنل ګرد څخه د بجلي په استعمالونكو صارفين پرې نه وځي، په دې لړ كښې دې د پاور ډويژن جامع لائحه جوړه كړې شي ۔








