د وفاقي وزير محسن نقوي د فيډرل كانسټيبلري هيډ كوارټر پيښور دوره ٬ ايف سي روغتون كښې د ژوبل اهلكارو تپوس پوښتنه

پېښور ۔ 11 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فېډرل كانسټېبلري هيډ كوارټر پېښور دوره وكړه۔ وفاقي وزير په اېف سي روغتون كښې درملنو له د داخل كړې شوو ژوبل پوليس اهلكارو عدنان او امتیاز تپوس پوښتنه وكړه۔ سپاهي عدنان او سپاهي امتياز د فتنة الخوارج بريد ناكامه كولو په مهال ژوبل شوي وو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دوئي تپوس …

پېښور ۔ 11 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د فېډرل كانسټېبلري هيډ كوارټر پېښور دوره وكړه۔ وفاقي وزير په اېف سي روغتون كښې درملنو له د داخل كړې شوو ژوبل پوليس اهلكارو عدنان او امتیاز تپوس پوښتنه وكړه۔ سپاهي عدنان او سپاهي امتياز د فتنة الخوارج بريد ناكامه كولو په مهال ژوبل شوي وو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د دوئي تپوس پوښتنه وكړه۔ وفاقي وزير دواړو اهلكارو ته باور وركړو چې هغوي لپاره به د درملنو غوره آسانۍ برابرولې شي۔ وفاقي وزير په دې موقع خپلو خبرو كښې د ژوبل شوو اهلكارو د عزم او حوصلې ستائنه هم وكړه۔