اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) پاکستان د فرورۍ په پنځمه او شپږمه نيټه په لاهور كښې د ډي-8 کمشنرز د غير رسمي غونډې كوربتوب كړے ٬ د دې غونډې بنيادي مقصد ډي-8 سيکرټريټ مضبوطول او د دغې مالي او د انتظامي چارو منظوري وركول وو، دغسې چې په اپرېل كښې په جکارته كښې كېدونكې د ډي-8 کميشن 51مې غونډې او د ډي-8 مشرانو 12مې غونډې نه وړاندې ضروري …
پاکستان د فرورۍ په پنځمه او شپږمه نيټه لاهور كښې د ډي-8 کمشنرز د غير رسمي غونډې كوربتوب وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) پاکستان د فرورۍ په پنځمه او شپږمه نيټه په لاهور كښې د ډي-8 کمشنرز د غير رسمي غونډې كوربتوب كړے ٬ د دې غونډې بنيادي مقصد ډي-8 سيکرټريټ مضبوطول او د دغې مالي او د انتظامي چارو منظوري وركول وو، دغسې چې په اپرېل كښې په جکارته كښې كېدونكې د ډي-8 کميشن 51مې غونډې او د ډي-8 مشرانو 12مې غونډې نه وړاندې ضروري چمتوالے بشپړ كړے شي۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې غونډه كښې د ټولو غړو هېوادونو آذربائيجان، بنګله ديش، مصر، انډونيزيا، ايران، ماليزيا، نائجيريا، ترکيه او د پاکستان ډي-8 کمشنرز ګډون وكړو۔ د ډي-8 سيکرټري جنرل سفير سهيل محمود هم په غونډه كښې ګډون كولو٬ دا غېر رسمي غونډه د غړو هېوادونو او سيکريټريټ ترمېنځه٬ مكالمه او د خيالاتو څرګندونې لپاره يو موثره پلېټ فارم ثابت شوے٬ چې پكښې شريكې مرستې ته وده وركول، اداره جاتي کارکردګي ښه كول او د ډي-8 ترجيحي څانګو او په جاري اقدامات عملدرآمد تندولو لپاره په عملي لائحه غور وشو٬ دوه ورځنۍ غېر رسمې غونډې په مهال د ډي-8 استازو په لاهور كښې د بېلو تاريخي، كلتوري او قامي اهميت وړ ځايونو دوره هم وكړه٬ چې پكښې واهګه بارډر، تاريخي شالامار باغ،د لاهور قلعه او بادشاهي مسجد شامل وو۔ پلاويو د تاريخي پونچھ هاؤس، په لاهور كښې په رنګا رنګ او كلتوري بسنت ميله كښې هم ګډون وكړو۔ په دې موقع د پنجاب سينئر وزيره مريم اورنګزيب او د زراعت او لائيو سټاك صوبائي وزير سيد عاشق حسېن کرماني هم موجود وٶ او دوي د غېر ملكي مېلمنو تود هركلے وكړو۔ استازو د غېر رسمې غونډې په كاميابه تابيا د اطمينان څرګندونه وكړه او د پاكستان حکومت د ښه كوربتوب او غوره انتظامات يې مننه وكړه٬ دوي د ډي-8 هېوادونو ترمېنځه د كلتوري روابطو٬ اقتصادي مرستې او په اولسي كچه روابط لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔








