اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاكستان جاپان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي، د دواړو هېوادونو ترمينځه دا شراکت داری په باور ، تسلسل او شريك احترام اډانه ده كومې چې په لسيزو سفارتي اړيكو په مهال وده موندې، د پاکستان په پرمختګ كښې د جاپان ديرينه کردار ته د قدر په سترګه ګورو۔ایوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د …
پاکستان جاپان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي،د پاکستان په پرمختګ كښې د جاپان کردار ته د قدر په سترګو ګورو۔ د صدر مملکت آصف علی زرداری د جاپان شهنشاہ ناروهیتو 66مي سالګرې په موقع د هر كلي دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي پاكستان جاپان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي، د دواړو هېوادونو ترمينځه دا شراکت داری په باور ، تسلسل او شريك احترام اډانه ده كومې چې په لسيزو سفارتي اړيكو په مهال وده موندې، د پاکستان په پرمختګ كښې د جاپان ديرينه کردار ته د قدر په سترګه ګورو۔ایوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څركندونه د نهي په ورځ د جاپان شهنشاہ ناروهیتو 66مي سالګرې په موقع د هر كلي ته وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې وفاقی وزيرانو،ځيني صوبائي ګورنرانو او اعلیٰ وزيرانو نه علاوه پاکستان كښې مېشته غیر ملکي سفیرانو ، پارلماني غړو، د ژوند د بېلو څانګو سره تعلق لرونكو مهم شخصیات او خبريالانو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ووئيل نن ما ته په دې دستوره كښې د ګډون اعزاز ترلاسه شوے چرته چې مونږ د جاپان د شهنشاہ ناروهیتو سالګرہ لمانځو۔ده ووئيل په دې موقع زه د جاپان ملکه ته هم د زړه له كومي او د وقار لرونكې مباركۍ جذبات وړاندې كوم۔ صدر آصف علي زرداري د جاپان حکومت او اولس له مباركي وركولو سره په ښه هر كلي کولو پاکستان كښې د جاپان سفیر مننه وكړه۔ صدر مملکت ووئيل جاپان په نړۍ كښې د خپل غیر معمولي تکنیکي کامیابیو او كلتوري ورثې له امله د ستائنې وړ ګڼلے كيږي۔ ده ووئيل د جاپان اولس نظم و ضبط او وقار ته ډېر اهميت وركوي،هغوي د كورنيو او ټولنو قدر کوي او د روایات احترام کولو سره پرمختګ او جدت خپلوي، دغه خوبۍ پاکستان كښې ستائېلې كيږي۔ صدر مملکت ووئيل پاکستان جاپان سره اړيكي مهمي ګڼي ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه دا شراکت داری په باور ، تسلسل او شريك احترام اډانه ده كومه چې په لسيزو سفارتی اړيكو په مهال وده مومي ۔ ده ووئيل جاپان په هر مشكل وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړي ٬ كله چې موسمیاتی بدلون له امله قدرتی آفت زمونږ اولس ځپلے نو جاپان د خواخوږۍ او عملي معاونت څرګندونه كړې۔ صدر مملکت ووئيل سمدستي مرستې نه پرته پرمختيائي مرستي او د آفتونو مخنيوي تيارۍ په څانګو كښې د جاپان مسلسل شمولیت ته پاکستان د قدر په سترګه ګوري،په دغه مرسته مونږ مننه كوو۔ده ووئيل مونږ د جاپان تجربو څخه په استفادې کولو خپل نوے نسل د سباؤن لپاره چمتو كول غواړو۔ده ووئيل نن په پاكستان كښې 80 څخه زياتې د جاپان کمپنۍ كار كوي،دغه كمپنۍ د هېواد معیشت كښې خپله برخه اچوي، د روزګار موقعې او قیمتي پوهه او تجربه وركوي،د دوي موجودګي د پاکستان په صلاحیتونو د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل پاکستان د جغرافیائي چاپېرچل په اعتبار سره مهم هېواد دے چرته چې تجارتی لاري ، د توان راهدارو او سيمه ايزو منډیانو شريك اتصال كيږي،دا مقام موقعې هم وركوي او ذمه وارۍ هم۔ صدر مملکت ووئيل مونږ د پاکستان په پرمختګ كښې د جاپان كردار ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده باور څرګند كړو چې د پاکستان-جاپان اړيكې به مقصد لرونكې، واضحه سمت او شريك عزائم سره لا قوي كيږي۔ صدر مملکت په دې موقع د جاپان شهنشاہ له په سالګرہ مبارکي وركړه دغسې د ملکه لپاره يې د نيكو هيلو او د جاپان اولس لپاره امن، پرمختګ او د پرله پسې سوكالو خواهشات څرګند كړل ۔ده د پاکستان حكومت او اولس د اړخه د جاپان وزیر اعظم سانائے تاکائیچی له په ټاكنو كښې په کامیابۍ مبارکي وركړه۔دې څخه وړاندې دستوره كښې په اسلام آباد كښې د ترهه ګرۍ اوسنۍ پېښه كښې شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو له يوه دقيقه خاموشی اختیار کړې شوه ۔دغې څخه وړاندې د دستوري په پېل د پاکستان او جاپان قامي سردونه وغږولے شول او صدر مملکت د نورو ميلمنو سره كيك پرې كړو۔








