اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د نيدرلينډز د بشري حقونو سفير وم ګيرټس او د سويډن د بشري حقونو سفيرې ايرينا شوګلن نيوني د خپلو خپلو پلاويو سره په مشتركه توګه ليدلي دي ۔ په دې موقع د بشري حقونو وزارت سيكرټري عبد الخالق شېخ هم موجود ٶ۔ د نهې په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د …
وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د نيدر لينډز او سويډن د بشري حقونو سفيرانو وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د نيدرلينډز د بشري حقونو سفير وم ګيرټس او د سويډن د بشري حقونو سفيرې ايرينا شوګلن نيوني د خپلو خپلو پلاويو سره په مشتركه توګه ليدلي دي ۔ په دې موقع د بشري حقونو وزارت سيكرټري عبد الخالق شېخ هم موجود ٶ۔ د نهې په ورځ د بشري حقونو وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د بشري حقونو په جاري اقدامات، په قانون سازۍ كښې پيشرفت او نړيوالو شراكتدارو سره د مرستې لا قوي كولو د امكانات جاج واخستلے شو۔ وفاقي وزير د بشري حقونو ودې لپاره د نيدر لينډز او سويډن د مسلسل شراكتدارۍ ستائنه وكړه ۔ ده په اداره جاتي كاميابو، پاليسي اقدامات او د اولسي تحفظ په اړه اصلاحات رڼا واچوله كوم چې د وګړو په خاص توګه د بې وځله طبقو تحفظ٬ انصاف وركولو او د قانون حكمرانۍ ودې لپاره معارفي كړې شوي دي۔








